د کار او ټولنیزو چار وزارت وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ د بېرته راستنېدونکو هیوادوالو له کمپ څخه لیدنه وکړه

naweed_admin
أربعاء, نوفمبر 29 2023 2:44 مساء

د کار او ټولنیزو چار وزارت وزیر  الحاج ملا عبدالمنان عمري د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د بېرته راستنېدونکو هیوادوالو له کمپ څخه په داسې حال کې لیدنه وکړه  چې د یاد وزارت ځینو مرکزي رئیسانو هم ملتیا درلوده. 
د بېرته راستنو شویوو افغانانو لپاره د خدماتي کمېټو له مسؤلینو سره تر لیدو وروسته یې د دې کمېټو فعالیتونه او خدمات له نږدې ولیدل، د مسؤلینو وړاندیزونه یې واورېدل، مسؤلینو ته یې لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې؛ ترڅو بېرته راستنو شویوو هېوادوالو ته لازم او ښه خدمات وړاندې کړي.
په دغو کمېټو کې چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت تر مشرۍ لاندې د کار موندنې کمېټه هم په یاد کمپ کې، تازه راغلو هېوادوالو ته د کاري فرصتونو د برابرولو لپاره ټول هغه هېوادوال چې د زده کړو ترڅنګ فني، تخنیکي او مسلکي مهارتونه لري. په اړونده سیستم کې درج او له اسکان مجدد وروسته ورته کاري فرصتونه برابروي.
د یادولو وړ ده، چې د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د مهاجرینو د بېرته راتګ له بهیر څخه د لیدنې په موخه دروازې ته ولاړ او هلته یې تازه راغلو هېوادوالو ته ښه راغلاست ووایه او د ستونزو د حل لپاره یې مسؤلینو ته یادونه وکړه، چې له شته امکاناتو څخه د ستونزو د حل لپاره لاس په کار شي، په دروازه کې د مسؤلو مجاهدینو د حال او احوال پوښتنې ترڅنګ یې مجاهدین په نقدي مرستو هم ونازول.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار