تورخم ښارګوټي او سپین‌بولدک کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره خدمات ترسره کیږي

naweed_admin
اثنين, ديسمبر 11 2023 9:43 صباحا


د افغانستان اسلامي امارت له لوري بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د خدماتو د تنظیم کميټې سره په هم‌غږۍ او د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملاعبدالمنان عمري د هدایت سره سم، د کندهار ولایت سپین‌بولدک او د ننګرهار ولایت تورخم ښارګوټي کې د دې وزارت مېشتو تخنیکي ټیمونو پرون د یک‌شنبې په ورځ  ۴۳۴تنه بېرته راستنېدونکي هېوادوال سیستم کې ثبت او مختلفو برخو کې یې هغوی ته خدمات ترسره کړل.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت تخنیکي ټیمونه توانیدلي چې تېره ورځ د ننګرهار ولایت تورخم ښارګوټي کې ۱۸۹تنه او د کندهار ولایت سپین‌بولدک ولسوالۍ کې ۲۴۵تنه بېرته راستنېدونکي کډوال سیستم کې ثبت کړي، او هم د روغتیايي خدماتو، د ترانسپورت د تنظیم او د زیانمنو اقشارو څخه د ملاتړ په برخو کې د هغوی لاسنیوی وکړي. په همدې توګه یو شمېر ماشومانو ته یې د افغانستان پېژندنې، رواني روغتیا  او د نورو اړینو مواردو په اړه هم عامه پوهاوی ورکړی.
د یادولو ده چې سیستم کې د هغوی د ثبتولو موخه د بېرته راستنېدونکو کډوالو د تعلیم او تحصیل د سویې معلومول او فني او حرفوي زد‌ه‌کړو ته یې لاسرسی دی چې له دې لارې به په راتلونکي کې د کاري فرصتونو په برابرولو کې آسانتیاوې رامنځته شي، چې د دې لړۍ له پیل څخه تر پرون یک‌شنبې پورې ټول‌ټال ۲۳۰۲۶تنه کډوال سیستم کې ثبت شویدي.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار