سپین بولدک او تورخم ښارګوټي کې د ثبت‌شویو راستنېدونکو هیوادوالو وروستي ارقام

naweed_admin
سبت, ديسمبر 23 2023 11:51 صباحا


د افغانستان اسلامي امارت له لوري بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د خدماتو د تنظیم کميټې سره په هم‌غږۍ او د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملاعبدالمنان عمري د هدایت سره سم، د کندهار ولایت سپین‌بولدک او د ننګرهار ولایت تورخم ښارګوټي کې د دې وزارت مېشتو تخنیکي ټیمونو تېرو دوو ورځو کې ۶۵۸ تنه بېرته راستنېدونکي هېوادوال سیستم کې ثبت او مختلفو برخو کې یې هغوی ته خدمات وړاندې کړل.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت تخنیکي ټیمونه توانیدلي چې د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې د ننګرهار ولایت تورخم ښارګوټي کې ۲۳۳ تنه او د کندهار ولایت سپین‌بولدک ولسوالۍ کې ۴۲۵ تنه بېرته راستنېدونکي کډوال سیستم کې ثبت کړي، او هم د روغتیايي خدماتو، د ترانسپورت د تنظیم او د زیانمنو اقشارو څخه د ملاتړ په برخو کې د هغوی لاسنیوی وکړي. په همدې توګه یې تر ۲۰۰ تنو ماشومانو ته د افغانستان پېژندنې، رواني روغتیا  او د نورو اړینو مواردو په اړه عامه پوهاوی ورکړی.
د یادولو وړ ده چې سیستم کې د هغوی د ثبتولو موخه د بېرته راستنېدونکو کډوالو د تعلیم او تحصیل د سویې معلومول او فني او حرفوي زد‌ه‌کړو ته یې لاسرسی دی چې له دې لارې به په راتلونکي کې د کاري فرصتونو په برابرولو کې آسانتیاوې رامنځته شي، او له پورتینو ارقامو سره په تورخم ښارګوټي، سپین‌بولدک او انګور هډه کې د ثبت‌شویو راستنیدونکو هیوادوالو شمیر ۲۷۳۳۰تنو ته ورسید.

تازه ترین اخبار

أحد, أغسطس 30 2026 10:18 صباحا
Background image

انطلاق برنامج توعوي لثلاثة أيام لموظفي محافظات المنطقة المركزية حول التخطيط والأنظمة الإلكترونية


بدأت وزارة العمل والشؤون الاجتماعية برنامجاً توعوياً يستمر ثلاثة أيام، لموظفي رئاسات العمل والشؤون الاجتماعية في محافظات ميدان وردك، لوجر، بروان، غزني، كابيسا، باميان وبنجشير بهدف. . .

ثلاثاء, أغسطس 11 2026 1:51 مساء
Background image

التقى وزير العمل والشؤون الاجتماعية بممثلي شركات التوظيف الخاصة

عقد وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج الملا عبدالمنان عمري، اجتماعا دوريا مع ممثلي شركات التوظيف الخاصة، وذلك في مكتبه.
في بداية الاجتماع، قدم ممثلو شركات التوظيف الخاصة معلومات حول. . .

سبت, يوليو 11 2026 11:08 صباحا
Background image

إتاحة فرص التدريب المهني والحرفي لـ90 نزيلاً في سجن بل شرخي

بالتنسيق بين وزارة العمل والشؤون الاجتماعية والإدارة العامة لتنظيم شؤون السجون، أطلقت وللمرة الأولى برامج للتدريب المهني والحرفي داخل سجن بل شرخي، حيث أتحيت الفرصة لـ90 نزيلاً للاستفادة. . .

باز گشت به اخبار