لوګر ولایت کې د روزنتون او فني او حرفوي زده‌کړو د مرکز پرانیسته وشوه

naweed_admin
أربعاء, يناير 17 2024 9:32 صباحا
R


د کار او ټولنیزو چارو وزارت، لوړ پوړي پلاوي لوګر ولایت ته پخپل سفر کې، د پټۍ په پرېکولو سره د دې ولایت د روزنتون او د فني او حرفوي زده‌کړو مرکز پرانیستل.
هغه ناسته چې په همدې مناسبت د لوګر ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست کې جوړه شوې وه، د ولایت مرستیال مولوي عنایت‌الله شجاع مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو او فني او حرفوي زده‌کړو ته د رسیدنې او پاملرنې له امله یې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ښې رهبرۍ څخه په مننې سره وویل: هېواد کې د ډاډمن امنیت په ټینګښت سره هره برخه کې د خدماتو د وړاندې کولو فرصت برابر شویدی چې باید له دې څخه په استفادې؛ خپل مسؤلیتونه او مکلفیتونه ادا او د خپلو خلکو د حقه حقوقو د تأمین لپاره لازمې هڅې وکړو.
په همدې ترتیب د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین شیخ عبدالبر خپله وینا کې څرګنده کړه: وزارت هو‌ډ لري چې پرته له هېڅ توپير او سلیقوي چلنده ۳۴ ولایتونو کې د روزنتونونو په فعالولو سره، یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته د تعلیم او تربیې د زمینې سربېره د ژوندانه نور سهولتونه هم برابرکړي، چې لوګر ولایت یې بېلګه ده او د سهمیې مطابق به د دې ولایت روزنتون ته ۲۵۰ تنه هلکان او انجونې جذب شي. 
و رپسې د کار چارو معین مولوي محمد زاهد جان آغا، په‌داسې حال کې چې د وزارت د داخلي تفتیش رئیس ملا شرف‌الدین شرف هم حضور درلود؛ خپلو خبرو کې وویل: د بېکارۍ کچې د ټيټېدو لپاره هڅې روانې دي او ترڅنګ یې غواړو چې د فني او حرفوي زده‌کړو له لارې ځوانانو ته د کاریابۍ زمینې برابرې او هغوی د کار په بازار کې شامل کړو. مولوي محمد زاهد جان آغا زیاته کړه اوس‌مهال ټول هېواد کې ۵۲ د فن او حرفو مرکزونه فعال او د کار بازار د اړتیاوو مطابق په کې ۷۵ رشتې تدریس کیږي  او هرکال تر۲۰ زرو ځوانان له دې مراکزو د فراغت سندونه ترلاسه کوي. نوموړي وویل د دې برخې د لا پیاوړتیا په موخه د راتلونکي لپاره ۳۷۰ میلیونه افغانۍ بودجه په پام کې نېول شوې او ټولو مراکزو ته رسمي استادان استخدام شویدي او هم به د لوګر ولایت د فن او حرفې مرکز چې د اوس لپاره په کې د مبایل او د تعمیراتو د برق حرفې تدریس کیږي، د جذب ظرفیت لوړ او دې مرکز کې به د اوو رشتو تدریس پیل شي او دې برخه کې شته کمبوداتو ته به رسیدګي وشي.
په پای کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت پلاوي د لوګر ولایت د مرستیال والي او ځینو نورو ادارو د استازو په شتون سره؛ د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند روزنتون او د فني او حرفوي زده‌کړو مرکز د پټۍ په پرېکولو سره پرانیستل.

تازه ترین اخبار

ثلاثاء, أغسطس 11 2026 1:51 مساء
Background image

التقى وزير العمل والشؤون الاجتماعية بممثلي شركات التوظيف الخاصة

عقد وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج الملا عبدالمنان عمري، اجتماعا دوريا مع ممثلي شركات التوظيف الخاصة، وذلك في مكتبه.
في بداية الاجتماع، قدم ممثلو شركات التوظيف الخاصة معلومات حول. . .

سبت, يوليو 11 2026 11:08 صباحا
Background image

إتاحة فرص التدريب المهني والحرفي لـ90 نزيلاً في سجن بل شرخي

بالتنسيق بين وزارة العمل والشؤون الاجتماعية والإدارة العامة لتنظيم شؤون السجون، أطلقت وللمرة الأولى برامج للتدريب المهني والحرفي داخل سجن بل شرخي، حيث أتحيت الفرصة لـ90 نزيلاً للاستفادة. . .

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

باز گشت به اخبار