پکتیکا ولایت کې د رغیدلو معتادیتو لپاره د فني او حرفوي زده‌کړو مرکزونه پرانیستل شول

naweed_admin
أحد, يناير 21 2024 9:29 صباحا
ف


د پکتیکا ولایت په مرکز شرنه او ارګون ولسوالۍ کې  د اعتیاد څخه رغېدلو افرادو لپاره د فني او حرفوي زده‌کړو دوه مرکزونه پرانیستل شول، چې په هغو کې به د خیاطۍ، ترکاڼۍ او برښنا په برخو کې رغیدلو معتادینو ته مسلکي زده‌کړې ورکول کیږي.
د یادو مرکزونو د پرانیست مراسمو کې د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي دولت خان فایز سربیره، د ریاست ځینو کارکوونکو او  استادانو، او  د یوشمېر ولایتي ادارو او  د همکارې مؤسسې استازو هم ګډون درلود.
د پکتیکا ولایت د کار اوټولنیزو چارو رئیس مولوي دولت خان فایز خپلو خبرو کې وویل: د خوښۍ ځای دی چې د اعتیاد څخه رغېدلو اشخاصو  ته د فن او حرفو د زده‌کړو زمینه برابره  او په دې برخه کې  له KRO مؤسسې سره  هوکړه‌لېک لاسلیک شو،. چې  دا چاره به وکولای شي ترڅو رغیدلي معتادین  د سالمو وګړو په توګه  ټولنه کې بیاځلې یوځای او د خپلو کارونو مالکان وګرځي.
 مولوي  فایز  له همکارې مؤسسې وغوښتل چې د پکتیکا ولسونو ته  د خدماتو وړاندې کولو کې  خپله همکاري پراخه او خپل فعالیتونه دې  د کار اوټولنیزو چارو ریاست سره په هم‌غږۍ ترسره کړي، په همدې توګه یې له ګډونوالو  هم غوښتنه درلوده چې له شته فرصت څخه اعظمي ګټه واخلي، ترڅو په راتلونکي کې د ماهر و کارګرو  په توګه د کار بازار کې شامل شي.

تازه ترین اخبار

أحد, أغسطس 30 2026 10:18 صباحا
Background image

انطلاق برنامج توعوي لثلاثة أيام لموظفي محافظات المنطقة المركزية حول التخطيط والأنظمة الإلكترونية


بدأت وزارة العمل والشؤون الاجتماعية برنامجاً توعوياً يستمر ثلاثة أيام، لموظفي رئاسات العمل والشؤون الاجتماعية في محافظات ميدان وردك، لوجر، بروان، غزني، كابيسا، باميان وبنجشير بهدف. . .

ثلاثاء, أغسطس 11 2026 1:51 مساء
Background image

التقى وزير العمل والشؤون الاجتماعية بممثلي شركات التوظيف الخاصة

عقد وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج الملا عبدالمنان عمري، اجتماعا دوريا مع ممثلي شركات التوظيف الخاصة، وذلك في مكتبه.
في بداية الاجتماع، قدم ممثلو شركات التوظيف الخاصة معلومات حول. . .

سبت, يوليو 11 2026 11:08 صباحا
Background image

إتاحة فرص التدريب المهني والحرفي لـ90 نزيلاً في سجن بل شرخي

بالتنسيق بين وزارة العمل والشؤون الاجتماعية والإدارة العامة لتنظيم شؤون السجون، أطلقت وللمرة الأولى برامج للتدريب المهني والحرفي داخل سجن بل شرخي، حيث أتحيت الفرصة لـ90 نزيلاً للاستفادة. . .

باز گشت به اخبار