د قلات ښار دفني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه څارنه ترسره، او ۱۴تنو ځوانانو ته د کوچنیو کارونو زمینه برابره شوه

naweed_admin
سبت, فبراير 10 2024 8:33 صباحا
E

د زابل ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسؤلینو د دې ریاست اړوند د فني او حرفوي زده‌کړو له مراکزو څخه لیدنه وکړه.

یاد مراکز چې په مرکز قلات ښار کې موقعیت لري او اوس‌مهال په کې ۱۳۷۰ تنه ځوانانو ته د مبایل ترمیم، سولري برښنا، خیاطۍ او ګلدوزۍ حرفو په برخو کې زده‌کړې ورکول کیږي، د زابل ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسؤلینو د خپلو لیدنو په جریان کې د استادانو او زده‌کوونکو ځېنې غوښتنې واورېدې او  د حل ډاډ یې ورکړ، ترڅنګ یې له  استادانو و غوښتل چې په پوره حوصلې سره دې د زده‌کوونکو د تدریس په برخه کې همکاري ولري، په همدې ترتیب یې ټینګار وکړ چې زده‌کوونکي دې هم له دې فرصت څخه ګټه واخلي ترڅو په راتلونکي کې د ماهرو کارګرو په توګه د کار بازار کې شامل او د خپل کاروبار مالکان وګرځي.

د یو بل خبر له مخې د زابل ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لوري ۱۴ تنو بې‌وزلو ځوانانو ته ۷۰۰ زره افغانیو په ارزښت د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوه.

د یادو ۱۴ ځوانانو له ډلې ۸ تنو ته دکانونه جوړ شول، ۵ تنو ته د خیاطۍ حرفې په برخه کې وسایل ورکړل شول او یو تن ته یې د چرګانو فارم برابر شو چې د دې مرستې مجموعي ارزښت ۷۰۰ زره افغانۍ کيږي، چې له دې لارو به یاد ځوانان وتوانیږي خپلو کورنیو ته د حلالې نفقې زمینه برابره کړي.

تازه ترین اخبار

ثلاثاء, أغسطس 11 2026 1:51 مساء
Background image

التقى وزير العمل والشؤون الاجتماعية بممثلي شركات التوظيف الخاصة

عقد وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج الملا عبدالمنان عمري، اجتماعا دوريا مع ممثلي شركات التوظيف الخاصة، وذلك في مكتبه.
في بداية الاجتماع، قدم ممثلو شركات التوظيف الخاصة معلومات حول. . .

سبت, يوليو 11 2026 11:08 صباحا
Background image

إتاحة فرص التدريب المهني والحرفي لـ90 نزيلاً في سجن بل شرخي

بالتنسيق بين وزارة العمل والشؤون الاجتماعية والإدارة العامة لتنظيم شؤون السجون، أطلقت وللمرة الأولى برامج للتدريب المهني والحرفي داخل سجن بل شرخي، حيث أتحيت الفرصة لـ90 نزيلاً للاستفادة. . .

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

باز گشت به اخبار