د قلات ښار دفني او حرفوي زدهکړو له مرکز څخه څارنه ترسره، او ۱۴تنو ځوانانو ته د کوچنیو کارونو زمینه برابره شوه
د زابل ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسؤلینو د دې ریاست اړوند د فني او حرفوي زدهکړو له مراکزو څخه لیدنه وکړه.
یاد مراکز چې په مرکز قلات ښار کې موقعیت لري او اوسمهال په کې ۱۳۷۰ تنه ځوانانو ته د مبایل ترمیم، سولري برښنا، خیاطۍ او ګلدوزۍ حرفو په برخو کې زدهکړې ورکول کیږي، د زابل ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسؤلینو د خپلو لیدنو په جریان کې د استادانو او زدهکوونکو ځېنې غوښتنې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ، ترڅنګ یې له استادانو و غوښتل چې په پوره حوصلې سره دې د زدهکوونکو د تدریس په برخه کې همکاري ولري، په همدې ترتیب یې ټینګار وکړ چې زدهکوونکي دې هم له دې فرصت څخه ګټه واخلي ترڅو په راتلونکي کې د ماهرو کارګرو په توګه د کار بازار کې شامل او د خپل کاروبار مالکان وګرځي.
د یو بل خبر له مخې د زابل ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لوري ۱۴ تنو بېوزلو ځوانانو ته ۷۰۰ زره افغانیو په ارزښت د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوه.
د یادو ۱۴ ځوانانو له ډلې ۸ تنو ته دکانونه جوړ شول، ۵ تنو ته د خیاطۍ حرفې په برخه کې وسایل ورکړل شول او یو تن ته یې د چرګانو فارم برابر شو چې د دې مرستې مجموعي ارزښت ۷۰۰ زره افغانۍ کيږي، چې له دې لارو به یاد ځوانان وتوانیږي خپلو کورنیو ته د حلالې نفقې زمینه برابره کړي.