۵۱۲ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکزه فارغ شول؛

naweed_admin
أحد, مارس 10 2024 3:40 مساء
R


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د پلچرخي (امېد کمپ) د فني او حرفوي ز ده‌کړو له مرکزه ۵۱۲ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص د څلورو میاشتنیو زده‌کړو ترلاسه کولو وروسته فارغ او د وزارت د رهبرۍ له لوري یې خپل د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
هغه محفل، چې په همدې موخه جوړ شوی وو په کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین مولوي محمد زاهد خپلو خبرو کې یادو فارغانو ته د مبارکۍ سربېره؛ څرګنده کړه: د خوښۍ ځای دی، چې نن ۵۱۲ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي هېوادوال په پنځو حرفو ( د تعمیراتو برښنا، د کورنیو برقي وسایلو ترمیم، بوټ ګنډنې، بیک ګنډنې او خیاطۍ) څخه د څلورو میاشتنیو زده‌کړو وروسته فارغ او دسالمو انسانو او ماهرو کارګرو په توګه خپلې ټولنې او کورنیو سره یوځای شول. په همدې توګه یې له یادو فارغانو وغوښتل دا، چې له اعتیاد څخه خلاص او د روغ صحت ترڅنګ د حرفو خاوندان هم شول باید خپلې ټولنې او هېواد ته خدمت وکړي.
مولوي محمد زاهد زیاته کړه: له نېکه مرغه د افغانستان د اسلامي امارت له لوري د مخدره توکو په وړاندې جدي مبارزه ترسره او کچه یې نږدې صفر ته را ټيټه شوې ده، چې باید د نړیوالې ټولنې له لوري دا لاسته راوړنه له پامه و نه غورځول شي بلکې د بدیل کښت په اړه دې له افغانستان سره دې مرسته وکړي.
ورپسې مالي او اداري معین مولوي دین‌محمد حقبین هم خپله وینا کې وویل: د افغانستان اسلامي امارت خپل مسؤلیت ګڼي، چې خپلو خلکو ته مختلفو برخو کې سهولتونه رامنځته او د دوی ستونزې حل کړي، چې تر ډېره بریده په‌دې برخو کې ښه پرمختګونه شوي او مختلفو برخو کې بنسټېزې پروژې په لار اچول شويدي. مولوي دین‌محمد حقبین زیاته کړه: د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو د فارغانو مسؤلیت له نن څخه پیل شو او باید هغوی د هغو حرفو له لارې خپلو کورنیو، ټولنې او هېواد ته په رښتینې ټوګه خدمات عرضه کړي، همداراز یې د عامې روغتیا او د کورنیو چارو وزارتونو له مرستو څخه چې د معتادینو د راټولو  او درملنه کې هڅې کړي مننه او قدرداني وکړه او پر مؤسساتو او خیریه بنسټونو یې غږ وکړ، چې د معتادینو د فني او حرفوي زده‌کړو د مراکزو په تمویل کې دې لازمه همکاري وکړي.مولوي دین محمد حقبین د خپلو خبرو په دوام له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل، چې د افغانستان اسلامي امارت سره مثبت تعامل ته حاضر شي او مختلفو برخو کې د افغانستان لاسته راوړنې دې له پامه نه غورځوي.
همدارانګه د مهارتو د پراختیا او د فني او حرفوي زده‌کړو د مراکزو د تنظیم رئیس مولوي عبدالواحد فایز هم خپلو خبرو کې د وزارت له رهبرۍ او د پلچرخي( امېد کمپ) له منسوبینو او استادانو مننه وکړه، چې له اعتیاد څخه رغېدلو اشخاصو ته یې امکانات برابر او خدمات وړاندې کړل.
په پای کې د وزارت د رهبرۍ او رئیسانو له لوري فارغانو ته تصدیق پاڼې ورکړل شوې او د ژوند په چارو کې ورته د بریاوو هیله مندي وشوه.

تازه ترین اخبار

أحد, أغسطس 30 2026 10:18 صباحا
Background image

انطلاق برنامج توعوي لثلاثة أيام لموظفي محافظات المنطقة المركزية حول التخطيط والأنظمة الإلكترونية


بدأت وزارة العمل والشؤون الاجتماعية برنامجاً توعوياً يستمر ثلاثة أيام، لموظفي رئاسات العمل والشؤون الاجتماعية في محافظات ميدان وردك، لوجر، بروان، غزني، كابيسا، باميان وبنجشير بهدف. . .

ثلاثاء, أغسطس 11 2026 1:51 مساء
Background image

التقى وزير العمل والشؤون الاجتماعية بممثلي شركات التوظيف الخاصة

عقد وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج الملا عبدالمنان عمري، اجتماعا دوريا مع ممثلي شركات التوظيف الخاصة، وذلك في مكتبه.
في بداية الاجتماع، قدم ممثلو شركات التوظيف الخاصة معلومات حول. . .

سبت, يوليو 11 2026 11:08 صباحا
Background image

إتاحة فرص التدريب المهني والحرفي لـ90 نزيلاً في سجن بل شرخي

بالتنسيق بين وزارة العمل والشؤون الاجتماعية والإدارة العامة لتنظيم شؤون السجون، أطلقت وللمرة الأولى برامج للتدريب المهني والحرفي داخل سجن بل شرخي، حيث أتحيت الفرصة لـ90 نزيلاً للاستفادة. . .

باز گشت به اخبار