پکتيا ولايت کې ٦٠٠ تنو یتیمو او بې سرپرستو ماشومانو ته یو باب روزنتون پرانیستل شو؛

naweed_admin
ثلاثاء, يونيو 04 2024 11:09 صباحا
E


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین او وارسي کوونکي شیخ عبدالبر د یوه پلاوي په مشرۍ؛  پکتيا ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت د ٦٠٠ تنو یتیمو او بې پرستو ماشومانو لپاره روزنتون پرانیست.
پرانست غونډه کې چې د پکتيا ولايت د کار او ټولنیزو چارو رئیس قاري محمد رحیم نصرت، د مختلفو ولایتي ادارو مسؤلینو، علمای کرامو او قومي مشرانو حضور درلود؛ د ولايت مرستيال والي شیخ انعام الله صلاح الدین مېلمنو ته دښه راغلاست سربېره؛ د روزنتون پرانسته د یتیمو او بې سرپرستو ماشومانو څخه د ملاتړ او کفالت په برخه کې مهم اقدام وباله او د کار او ټولنیزو چارو د وزارت له هڅو يې مننه وکړه، په همدې توګه یې د روزنتون له مسؤلینو يې هم غوښتنه درلوده چې د روزنتون ماشومانو  په تعلیم او تربیه کې خپل مکلفیتونه په ښه ډول ترسره کړي.
ورپسې د کار او ټولنیزو چارو وزارت معين او وارسي کوونکي شيخ عبدالبر خپله وینا کې څرګنده کړه: دا وزارت د خپلو مسوولیتونو په درک کولو او مالي لګښت؛ په ټول هېواد کې د یتیمو او بې سرپرستو ماشومانو څخه د ملاتړ او د دوی د کفالت په منظور روزنتونونه پرانیزي، چې ډیری ولایتونو کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او پاتې نور به هم په نږدې ورځو کې پرانیستل شي او د پکتيا ولايت ته زمونږ سفر هم په همدې منظور ترسره او دلته د ٦٠٠ تنو یتیمو او بې سرپرستو ماشومانو لپاره مو د ښوونې او روزنې، اعاشې، اباتې، روغتیا او د ژوندانه ټول سهولته برابر کړي دي.شیخ عبدالبر د خپلو خبرو په دوام څرګنده کړه: روزنتونونو ته د ماشومانو جذب د ځانګړې کړنلارې د لار ښوونې مطابق ترسره کیږي او هم یې زده کوونکو ته د دیني او عصري علومو په پام کې نیولو سره، نصاب چمتو شوی او تدریس کیږي. 
د ويلو ده چې په دې سفر کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت  معین سره د وزارت د داخلی تفتیش رئیس ملا شرف الدین شرف او د مطبوعاتو رئیس سميع الله ابراهیمي هم ملتيا کوله.

تازه ترین اخبار

أحد, أغسطس 30 2026 10:18 صباحا
Background image

انطلاق برنامج توعوي لثلاثة أيام لموظفي محافظات المنطقة المركزية حول التخطيط والأنظمة الإلكترونية


بدأت وزارة العمل والشؤون الاجتماعية برنامجاً توعوياً يستمر ثلاثة أيام، لموظفي رئاسات العمل والشؤون الاجتماعية في محافظات ميدان وردك، لوجر، بروان، غزني، كابيسا، باميان وبنجشير بهدف. . .

ثلاثاء, أغسطس 11 2026 1:51 مساء
Background image

التقى وزير العمل والشؤون الاجتماعية بممثلي شركات التوظيف الخاصة

عقد وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج الملا عبدالمنان عمري، اجتماعا دوريا مع ممثلي شركات التوظيف الخاصة، وذلك في مكتبه.
في بداية الاجتماع، قدم ممثلو شركات التوظيف الخاصة معلومات حول. . .

سبت, يوليو 11 2026 11:08 صباحا
Background image

إتاحة فرص التدريب المهني والحرفي لـ90 نزيلاً في سجن بل شرخي

بالتنسيق بين وزارة العمل والشؤون الاجتماعية والإدارة العامة لتنظيم شؤون السجون، أطلقت وللمرة الأولى برامج للتدريب المهني والحرفي داخل سجن بل شرخي، حيث أتحيت الفرصة لـ90 نزيلاً للاستفادة. . .

باز گشت به اخبار