کاپیسا کې له فني او حرفوي زده‌کړو څخه ١٢٠ تنه ځوانان فارغ او ١٥٠ تنه نور جذب شول؛

naweed_admin
ثلاثاء, أكتوبر 01 2024 9:03 صباحا
n

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي د یوه پلاوي په مشرۍ کاپیسا ولایت ته پخپل سفر کې له فني او حرفوي زده‌کړو څخه د ځوانانو په فراغت غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
ياده غونډه کې چې د کاپیسا مرستیال والي او ځینو رئیسانو، علمای کرامو او قومي مشرانو ګډون درلود؛ د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي عزت‌الله عارف مېلمنو ته د ښه راغلاست سربېره وویل: ١٢٠ تنه ځوانان د مبایل ترمیم، د کورنیو برقي وسایلو ترمیم، خیاطۍ او د موټرو د ماشین جوړولو له حرفو څخه تر شپږو میاشتنیو عملي او نظري زده‌کړو څخه فارغ او د وزارت مقام د پاملرنې په اساس ١٥٠ تنو نورو ته ورته زمینه برابره شوه. مولوي عارف د خپلو خبرو په دوام د ځينو شته ستونزو د حل په برخه کې د کار چارو د معین د همکارئ غوښتنه هم وکړه. 
ورپسې د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي خپله وینا کې څرګنده کړه: هېوادوالو په ځانګړې توګه ځوان نسل ته د کارموندنې او بیکارۍ کچې کمښت په منظور مختلفې برنامې په لار اچول شوي او هم د کار ملي کانفرانس د موخو د تعقیب په منظور هڅې روانې دي. مولوي احمدزي زیاته کړه: د خوښۍ ځای دی، چې نن په کاپیسا ولایت کې د خپلو هېوادوالو په خدمت کې یو او د ځوانانو په فراغت غونډه کې د ګډون ویاړ لرو. همداراز يې د ماشومانو د تعلیم او تربیې په موخه په نږدې راتلونکي کې د کاپیسا ولایت لپاره د یوه باب وړکتون د پرانیستې څخه یادونه او هم یې د دې ریاست د ستونزو د حل په موخه د پاملرنې ډاډ څرګند کړ.
په همدې ترتیب د کاپيسا مرستیال والي شیخ اسدالله سنان هم غونډې ته وینا وکړه او مختلفو ساحو په خاص ډول ځوانانو ته د کار موندنې په برخو کې  يې د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅې او فعالیتونه وستايل او هم یې په دې اړه د ولايت مقام د نږدې همکارۍ تعهد درلود.
ورپسې په فارغو شويو ځوانانو د فراغت سندونه توزیع او په راتلونکي ژوندانه کې ورته د لابریاوو هیله مندي وشوه.
د غونډې پای کې د کار چارو معین د کاپیسا د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند روزنتون کې د مېشتو یتیمو او بې سرپرستو ماشومانو او د فني او حرفوي زده‌کړو مرکز له ښوونیزو ټولګيو څخه هم لیدنه وکړه او د چارو د ښه پرمختګ لپاره يې مسؤلینو ته ځينې  سپارښتنې وکړې.
د ويلو ده چې دې سفر کې د بشري قواوو عمومي رئيس، د فني او حرفوي زدکړو د مرکزونو د تنظیم رئیس او د مطبوعاتو رئيس، د کار چارو له معین سره ملتيا کوله.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

أربعاء, فبراير 25 2026 2:33 مساء
Background image

عقد اجتماع الدوري للمجلس الأعلى للعمل

 

عقدت وزارة العمل والشؤون الاجتماعية الاجتماع الدوري الخامس للمجلس الأعلى للعمل برئاسة معين شؤون العمل الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، وذلك بحضور معين الشؤون الفنية والمهنية في وزارة. . .

باز گشت به اخبار