د کار چارو معین پکتیکا ته سفر وکړ

naweed_admin
أربعاء, نوفمبر 13 2024 7:48 صباحا
E


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي د یوه پلاوي په مشرۍ، پکتیکا ولایت ته رسمي کاري سفر ترسره او په یوه لویه ولسي غونډه کې یې ګډون او وینا وکړه.
دې غونډه کې چې د ولایتي ادارې مسؤلینو، علماي کرامو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون درلود؛ په پیل کې مرستیال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت خپله وینا کې مېلمنو ته د ښه راغلاست ویلو سربېره؛ څرګنده کړه: پکتیکا ولایت کې دم‌ګړۍ د پلتوني اوبو بند د پروژې په ګډون ځینې ټولګټې پروژې د تطبیق په حال کې دي او ګڼ شمېر هېوادوالو ته یې په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې‌ده، چې په بشپړېدو سره به یې هره برخه کې د پرمختګ شاهدان واوسو. له دې سره سره بیا هم د دې ولایت ځوانان د بیکارۍ له ستونزې سره مخ دي او هیله کېږي، چې اړونده ادارې په دې برخه کې لازمه پاملرنه وکړي. مخدوم سعادت د خپلو خبرو په دوام د دې ترڅنګ، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت فعالیتونه وستایل؛ دا غوښتنه وکړه، چې له هېواده بهر د افغان کاریګرو د اعزام موضوع دې تعقیب شي، ترڅو له دې لارې هم کاري فرصتونه برابر او د بیکارۍ په وړاندې مبارزه وشي.
ورپسې د مټاخان ولسوالۍ ولسوال مولوي ګل‌رحمان رشیدي هم خپله وینا کې د افغانستان اسلامي امارت له لوري مختلفو ولایتونو کې د مهمو او بنسټیزو پروژو د پلي کولو څخه  په مننې سره؛ وویل: دا چې هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ او د خدماتو رسولو لپاره مناسب فرصت برابر شوی‌دی نو له اړونده ادارو مو غوښتنه ده، چې د پکتیکا- پکتیا سړک او د ښرنې او ولسوالیو ترمنځ د سړکونو د رغولو او د معارف د تقویت برخو ته لازمه پاملرنه وکړي، چې په دې سره به د ولسونو ډېری ستونزې حل او هم به مو ماشومان د علم په ګاڼه سمبال شي.
په همدې ترتیب قومي مشر حاجي اصل دین هم وینا درلوده او له ولایتي ادارې سره یې د پکتیکا د ولسونو له نږدې همکارۍ یادونه وکړه، نوموړي له مسؤلینو وغوښتل، چې دې ولایت ته ډېره پاملرنه وکړي او  هم دې د خلکو ستونزو ته رسېدنه په خپلو کاري لومړیتوبونو کې ونیسي.
په پای کې د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي خپلو خبرو کې وویل: خوښ یم چې د خپل کاري ټیم په ملتیا مې د جرګو او مرکو ټاټوبي پکتیکا ته رسمي کاري سفر ترسره او دلته مې د ټولنې له مختلفو اقشارو سره لیده کاته درلوده او هڅه به کوم ، چې د پکتیکا د درنو ولسونو غوښتنې او ستونزې د اړوندو ادارو سره د بحث ترڅنګ؛ له مشرتابه مقام سره به هم شریکوم. مولوي محمد زاهد احمدزي زیاته کړه: هیله مندیم چې له خپل حکومت سره لا ډېر همکار پاتې شئ او د چارو د بهبود او د خدماتو بهیر د چټکتیا په موخه وخت نا وخت خپلې سلا مشورې له مربوطه مسؤلینو او محلي ادارې سره شریکې کړئ. همداراز یې زیاته کړه، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بیکارۍ ستونزې سره د معقولې او مؤثرې مبارزې په منظور؛ مختلفې برنامې په لاره اچولي او هم ژمن دی، چې د کار ملي کانفرانس موخې تعقیب او عملي کړي، ترڅو هېوادوالو ته کاري فرصتونه رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار