د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې معلولیت لرونکو هېوادوالو ته د کاري فرصتونو  د ایجاد په موخه ناسته وشوه

media_admin
خميس, فبراير 13 2025 1:24 مساء
معینیت

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په مشرۍ او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت، د ښاروالۍ او د ښاروالیو د انسجام ریاست د استازو په حضور؛ د معلولیت لرونکو هېوادوالو ستونزو او هغوی ته د کاري فرصتونو د ا یجاد په موخه د همغږۍ ناسته جوړه شوه.

د کتنې په پیل کې د شهیدانو او معلولنیو چارو وزارت استازي په هېواد کې د معلولینو د عمومي وضعیت، شمېر، ستونزو، په مختلفو ادارو کې د کاري فرصتونو د ایجاد او دوی ته په اړوندو برخو کې د ګټورو خدماتو او لازمو سهولتونو برابرولو په اړه هر اړخیز معلومات شریک شول.

ورپسې د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په خپلو خبرو کې د یادو ادارو د فعالیتونو څخه د مننې سربېره وویل: د افغانستان اسلامي امارت تل په دې هڅه کې دی، چې خپل کړېدلي ولس ته په مختلفو برخو کې د غوره ژوندانه سهولتونه برابر کړي، د دوی ستونزو ته رسېدنه او لاسنیوی یې وکړي.

د کار چارو معین همدا راز زیاته کړه: د کار او ټولنیزو چارو وزارت ژمن دی، چې د اړوندو ادارو سره په همغږۍ معلولیت لرونکو هېوادوالو ته په مختلفو ادارو کې د دوی کاري وړتیاوو ته په کتو کاري فرصتونه او د غوره ژوندانه لازم سهولتونه برابر کړي.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار