د لوی اختر په مناسبت ۳۱۵ تنه زیانمنو، یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شول

د پروان، پکتیا او پکتیکا ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو په هڅو؛ ۳۱۵ تنه زیانمنو، یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو، چې ۱۲۵تنه د پروان، ۱۰۰ تنه د پکتیا او ۹۰ تنه نور د پکتیکا ولایت څخه وو؛ د نیکمرغه لوي اختر رارسېدو په مناسبت یې کالي تر لاسه کړل.
د دې مرستو د وېش پرمهال؛ د یاد ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو رئیسانو له همکارو، خیریه بنسټونو او اشخاصو څخه د مننې سربېره له نورو خیریه بنسټونو او همکارو مؤسساتو څخه هم دې ته ورته مرستو او همکاریو ِغوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې په پروان ولایت کې د حق او محبت خیریه بنسټ له لوري، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د یاد ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو په مالي ملاتړ د اختر کالي ووېشل شول.