د مالي او اداري چارو معین په مشرۍ د عوایدو او لګښتونو د ارزونې ناسته وشوه

media_admin
ثلاثاء, يونيو 24 2025 3:53 مساء
مالي او اداري معینیت

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د مالي او اداري چارو معین الحاج مولوي دین محمد حقبین د خپل کار په دفتر کې د کارکوونکو چارو، معلوماتي ټکنالوژۍ، ، اداري او خدماتو، تدارکاتو ، د مالي او حسابي ریاستو له رئیسانو او استازو سره د غوره خدماتو د وړاندې پر څرنګوالي، د عوایدو بهتره مدیریت او بودجې د غوره مصرف پر څرنګوالي ناسته وکړه.
په پیل کې یادو رئیسانو د خپلو لاسته‌راوړنو، فعالیتونو، ستونزو او راتلونکو پلانونو سر بیره د وزارت د ضرورتونو پیژندلو، د اسنادو په برقي کولو، د چارو د لا ښه‌والي په موخه د وزارت په داخل کې د نوو او پر مختللو سستمونو رامنځته ته کولو، معلولو مجاهدینو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینې پر برابرولو، د کار اهل کار ته د سپارلو، د اړتیا وړ توکو خریداري، د لګښتونو او عوایدو ترمنځ پر انډول، د نویو ایجاد شویو ریاستونو، قراردادونو او د ارزیابی د اجراآتو په اړه هر اړخیز بحثونه وشول؛ ترڅو په چارو او خدماتو کې ښه والي راشي.
وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالي او اداري چارو معین الحاج مولوي دین‌ محمد حقبین په خپلو خبرو کې د یادو فعالیتونو او لاسته‌راوړنو ستاینه وکړه او په یاده برخه کې یې د لا زیاتو هلو ځلو او کوښښونو غوښتنه وکړه، ترڅو په کارونو کې غورهوالی او چټکتیا تر څنګ د اخلاص کچه هم زیاته شي.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

أربعاء, فبراير 25 2026 2:33 مساء
Background image

عقد اجتماع الدوري للمجلس الأعلى للعمل

 

عقدت وزارة العمل والشؤون الاجتماعية الاجتماع الدوري الخامس للمجلس الأعلى للعمل برئاسة معين شؤون العمل الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، وذلك بحضور معين الشؤون الفنية والمهنية في وزارة. . .

باز گشت به اخبار