د بشري ځواک په ریاست کې د مراجعینو لپاره نورې آسانتیاوې هم برابرې شوې

media_admin
ثلاثاء, يونيو 24 2025 4:11 مساء
قوای بشری

د افغانستان اسلامي امارت زعیم شیخ الحدیث و القرآن ملا هبةالله حفظةالله د حکم په اساس په امارتي ادارو کې د مراجعینو لپاره د نورو غوره سهولتونو برابرولو په دوام د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بشري ځواک په لوی ریاست کې هغو بهرنیو او کورنیو وګړو ته چې د کار جواز ترلاسه کولو په موخه مراجعه کوي؛ په لنډ وخت کې د تعرفې تادیه کولو په موخه د پښتني بانک نماینده‌ګي پرانېستل شوه.
د بشري ځواک لوی رئیس مولوي عزت‌الله عارف د پښتني بانک له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه: د څانګې په پرانېستلو سره به مراجعینو ته د سهولتونو د ایجاد سربېره؛ همکاران هم کولای شي چې خپل معاشات په خپل وخت او په اسانه تر لاسه کړي.
مولوی عارف زیاته کړه: د نماینده‌ګۍ په پرانېستلو سره به د مراجعینو د وخت له ضایع کیدو او همدارنګه د هغوی له سرګردانیو مخنیوی وشي

د پښتنې بانک د عامل پلاوي رئیس عبدالواحد رحیمي د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره له نږدې او پیاوړي تفاهم خوښي څرګنده کړه او په راتلونکې کې یې د زیاتو سهولتونو د برابرولو ژمنه وکړه.

 

تازه ترین اخبار

اثنين, أغسطس 04 2025 3:02 مساء
Background image

التقى معين الشؤون العمل مع والي بلخ

التقى معين الشؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، مع والي بلخ، الحاج محمد يوسف وفا، خلال زيارته الرسمي إلى محافظة بلخ.

خلال اللقاء، ناقش الجانبان توفير فرص التعليم الفني والمهني. . .

اثنين, يوليو 28 2025 6:57 مساء
Background image

بدأت إرسال العمال المهرة والمتخصصين الأفغان إلى الدول الأجنبية بشكل قانوني

 

بمبادرة من وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، بدأت رسمياً ولأول مرة عملية إرسال العمال الأفغان المهرة والمتخصصين إلى الدول الأجنبية.

في الاجتماع الذي أقيمت لهذا الغرض، شارك نائب رئيس. . .

أحد, يوليو 27 2025 4:00 مساء
Background image

التقى وزير العمل والشؤون الاجتماعية مع سفير جمهورية إيران الإسلامية في البلاد

التقى وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج الملا عبدالمنان عمري، اليوم في مكتبه مع سفير جمهورية إيران الإسلامية لدي أفغانستان، السيد علي رضا بيكدلي، وبحث معه العلاقات الثنائية، وخصوصاً. . .

باز گشت به اخبار