پکتیکا کې ۱۷۵ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول 

media_admin
أربعاء, يونيو 25 2025 3:44 مساء
پکتیکا

د پکتیکا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ ۱۷۵ تنه ځوانان د فني او حرفوي زده‌کړو څخه د ترکاڼۍ، برېښنا، خیاطۍ، موټرسایکل ترمیم او موبایل ترمیم په حرفو کې ترشپږو میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته فارغ او د ماهرو کاریګرو په توګه د کار بازار ته وړاندې شول.
په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت جوړ شوي وو؛ د پکتیکا ولایت قومي مشران، د ریاست کارکوونکو، دفارغ شویو زده‌کوونکو والدینو او د ولایت اړوند یو شمېر ادارو رئیسانو په شتون کې؛ یادو ځوانانو د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډې ته د پکتیکا ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس الحاج مولوي وزیر احمد رحماني په خپلو خبرو کې فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ سربېره وویل: د ا.ا.ا  مسئولین هڅه کوي، چې هېوادوالو ته په بېلابېلو برخو کې د کاري فرصتونو رامنځته کولو په موخه هغوی ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړي؛ ترڅو په ټولنه کې د بېکارۍ کچه را ټیټه شي او هېوادوال د امن او سوکالۍ په فضا کې خپل ژوند تېر کړي.
مولوي رحماني زیاته کړه: دا زمونږ دنده او مسؤلیت دی، چې دې ته ورته نورې ګټورې برنامې هم په لار واچوو؛ ترڅو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي او دوی وکولی شي چې خپلو کورنیو ته حلاله نفقه پیدا کړي.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

أربعاء, فبراير 25 2026 2:33 مساء
Background image

عقد اجتماع الدوري للمجلس الأعلى للعمل

 

عقدت وزارة العمل والشؤون الاجتماعية الاجتماع الدوري الخامس للمجلس الأعلى للعمل برئاسة معين شؤون العمل الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، وذلك بحضور معين الشؤون الفنية والمهنية في وزارة. . .

باز گشت به اخبار