شېرخان بندر کې بهرنیو وګړو ته د ثبت او راجستر مدیریت برېښنايي سیستم پرانېستل شو

media_admin
أحد, يوليو 27 2025 9:16 صباحا
کندز

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هڅو؛ د کندز ولایت اړوند شېرخان بندر کې بهرنیو وګړو ته د ثبت او راجستر مدیریت په برخه کې برېښنايي سیستم پرانېستل شو.

په پرانېست غونډه کې د کندز ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي احمدشاه حقاني په خپلو خبرو کې وویل: شېرخان بندر د هېواد په سطحه د اقتصاد، ترانزیټ، نړیوالو اړیکو، او سیمه‌ییز پرمختګ یو حیاتي محور دی، چې پکې بهرنیو وګړو ته د ثبت بریښنایي سیستم رامنځته کول نورې اسانتیاوې هم راولي.

مولوي حقاني زیاته کړه؛ برېښنايي حکومتولي د نظم، سهولت او شفافیت په رامنځته کېدو او د وخت ضایع کېدو د مخنیوي او په خپل وخت مراجعینو ته د چټکو خدماتو د وړاندې‌کولو په لارو کې اړینه او هم د وخت اړتیا ده.

د یادونې وړده، چې په مرکز او ولایاتو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري په مختلفو برخو کې بریښنایي سیستمونه رامنځته شوي دي، ترڅو هېوادوالو ته د خدماتو په وړاندې کولو کې اسانتیاوې رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

ثلاثاء, سبتمبر 23 2025 9:43 صباحا
Background image

التقى معين الشؤون العمل برئيس اتحاد شركات المقاولات

التقى معين الشؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس اتحاد شركات المقاولات في أفغانستان، حميد الله حبيبي وممثله.

في بداية اللقاء، قدّم رئيس اتحاد شركات المقاولات. . .

خميس, سبتمبر 18 2025 11:00 صباحا
Background image

التقى وزير العمل والشؤون الاجتماعية بالمسؤولة العامة لحماية الطفل في منظمة اليونيسف

التقى وزير العمل والشؤون الاجتماعية الحاج الملا عبدالمنان عمري، في مكتبه، بالمسؤولة العامة لحماية الطفل في منظمة اليونيسف السيدة شيما غوبتا سيني والوفد المرافق لها.

في بداية اللقاء،. . .

اثنين, سبتمبر 15 2025 3:02 مساء
Background image

التقى معين الشؤون العمل مع نائب الشركة الوطنية للتنمية

التقى معين الشؤون العمل لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي في مكتبه بنائب الشركة الوطنية للتنمية لشؤون التنسيق والإنتاج والتجارة، رياض الدين شريفي، وعدد من. . .

باز گشت به اخبار