بلخ ولایت کې د برېښنايي حکومتولۍ په موخه نوي سیستمونه پرانېستل شول

media_admin
أربعاء, أغسطس 06 2025 8:59 صباحا
Balkh

 

د کار او ټولنیزو چارو وزرات د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي،  بلخ ولایت ته د خپل سفر په جریان کې د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو په ریاست کې د خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې د چټکتیا او روڼتيا په موخه، نوي برېښنايي سیستمونه پرانېستل. 
د کار چارو معین د سیستمونو د پرانېستې او فعالېدو په برخه کې د دې وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له هڅو څخه په منننې سره وویل: د ورته سیستمونو په لار اچول د برېښنايي حکومتولۍ په لار کې مهم ګام دی او دا چاره کولای شي د بلخ ولایت اوسېدونکو ته آسانتیاوې رامنځته کړي. 
د کار چارو معین د خپلو خبرو په دوام د کار او ټولنیزو چارو ریاست له کارکوونکو وغوښتل، چې له دې سیستمونو څخه دې په سالمې ګټې اخیستنې سره، هڅه وکړي، چې ورځنۍ چارې په غوره توګه تنظیم او پرمخ یوسي. 
د ویلو ده چې په یادو سیستمونو کې کورنیو وګړو ته په برېښنايي توګه د کار جوازونو د وېش، د املاکو او اجناسو د ثبت، د رد مرزشویو او د روزنتونو د ماشومانو د ثبت، بېوزلو اقشارو ته د مرستو د وېش د څرنګوالي سیستمونه شامل دي، چې د معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د برېښنايي حکومتولۍ د آمر انجنیر مختار یوسفزي له لوري د اړونده برخې کارکوونکو ته ګټې اخیستنې په موخه وسپارل شول.

تازه ترین اخبار

ثلاثاء, سبتمبر 23 2025 9:43 صباحا
Background image

التقى معين الشؤون العمل برئيس اتحاد شركات المقاولات

التقى معين الشؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس اتحاد شركات المقاولات في أفغانستان، حميد الله حبيبي وممثله.

في بداية اللقاء، قدّم رئيس اتحاد شركات المقاولات. . .

خميس, سبتمبر 18 2025 11:00 صباحا
Background image

التقى وزير العمل والشؤون الاجتماعية بالمسؤولة العامة لحماية الطفل في منظمة اليونيسف

التقى وزير العمل والشؤون الاجتماعية الحاج الملا عبدالمنان عمري، في مكتبه، بالمسؤولة العامة لحماية الطفل في منظمة اليونيسف السيدة شيما غوبتا سيني والوفد المرافق لها.

في بداية اللقاء،. . .

اثنين, سبتمبر 15 2025 3:02 مساء
Background image

التقى معين الشؤون العمل مع نائب الشركة الوطنية للتنمية

التقى معين الشؤون العمل لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي في مكتبه بنائب الشركة الوطنية للتنمية لشؤون التنسيق والإنتاج والتجارة، رياض الدين شريفي، وعدد من. . .

باز گشت به اخبار