بلخ ولایت کې د برېښنايي حکومتولۍ په موخه نوي سیستمونه پرانېستل شول

د کار او ټولنیزو چارو وزرات د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي، بلخ ولایت ته د خپل سفر په جریان کې د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو په ریاست کې د خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې د چټکتیا او روڼتيا په موخه، نوي برېښنايي سیستمونه پرانېستل.
د کار چارو معین د سیستمونو د پرانېستې او فعالېدو په برخه کې د دې وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له هڅو څخه په منننې سره وویل: د ورته سیستمونو په لار اچول د برېښنايي حکومتولۍ په لار کې مهم ګام دی او دا چاره کولای شي د بلخ ولایت اوسېدونکو ته آسانتیاوې رامنځته کړي.
د کار چارو معین د خپلو خبرو په دوام د کار او ټولنیزو چارو ریاست له کارکوونکو وغوښتل، چې له دې سیستمونو څخه دې په سالمې ګټې اخیستنې سره، هڅه وکړي، چې ورځنۍ چارې په غوره توګه تنظیم او پرمخ یوسي.
د ویلو ده چې په یادو سیستمونو کې کورنیو وګړو ته په برېښنايي توګه د کار جوازونو د وېش، د املاکو او اجناسو د ثبت، د رد مرزشویو او د روزنتونو د ماشومانو د ثبت، بېوزلو اقشارو ته د مرستو د وېش د څرنګوالي سیستمونه شامل دي، چې د معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د برېښنايي حکومتولۍ د آمر انجنیر مختار یوسفزي له لوري د اړونده برخې کارکوونکو ته ګټې اخیستنې په موخه وسپارل شول.