د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې د انفرادي پوهاوي پروګرام جوړ شو

media_admin
أربعاء, أغسطس 06 2025 3:26 مساء
Capacity Building

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند؛ د پلان او پالیسۍ ریاست له لوري د وزارت د بېلابېلو ریاستونو کارکوونکو ته د ظرفیت‌لوړونې په موخه د کارکوونکو د انفرادي پلان‌ جوړونې ترعنوان لاندې د انفرادي پوهاوي یو ورځینی روزنیز پروګرام جوړ شو.
د پروګرام په پیل کې؛ د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین الحاج مولوي عبیدالله امین‌زاده په خپلو خبرو کې د پلان په ارزښت، د منابعو غوره مدیریت، د فعالیتونو همغږۍ، د لاسته‌راوړنو ارزونه او څارنه، شفافیت او حساب ورکونې، ستونزو او ننګونو پېژندنه او د حل لارو موندل، پر وخت سره د چارو ترسره کول، په چارو کې صداقت او یو له بل سره د همکاري په اړه په تفصیل سره خبرې وکړې.
ورپسې د پلان او پالیسۍ رئیس مولوي محب‌الله حبیبي هم د یاد ښونیز ورکشاپ پر شاملو موضوعاتو؛ پلان، د پلان جوړښت او اجزاوو، د پلان د جوړښت پر مراحلو او د پلان د ډولونو په اړه یې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
همداراز نوموړي په خپلو خبرو کې له ګډونوالو وغوښتل؛ چې په پروګرام کې له ترلاسه شویو زده‌کړو، مهارتونو څخه په ورځینیو چارو او انفرادي پلان په جوړولو کې په غوره توګه استفاده وکړي.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

أربعاء, فبراير 25 2026 2:33 مساء
Background image

عقد اجتماع الدوري للمجلس الأعلى للعمل

 

عقدت وزارة العمل والشؤون الاجتماعية الاجتماع الدوري الخامس للمجلس الأعلى للعمل برئاسة معين شؤون العمل الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، وذلك بحضور معين الشؤون الفنية والمهنية في وزارة. . .

باز گشت به اخبار