د کار ملي کانفرانس د ژمنو د تعقیب په موخه د کانونو او پټرولیم وزارت له وزیر سره د همغږۍ ناسته وشوه

media_admin
أربعاء, سبتمبر 24 2025 3:24 مساء
کانونه او پټرولیم

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د کار ملي کانفرانس د ژمنو د تعقیب په موخه، دا ځل د کانونو او پټرولیم له وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري سره وکتل.

کتنه کې د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په خپلو خبرو کې د دې ترڅنګ، په مختلفو برخو کې د یاد وزارت هڅې وستایلې او څرګنده یې کړه؛ چې د کار ملي کانفرانس یو له عمده موخو څخه په راتلونکو پنځو کلونو کې ګڼ  شمیر هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کاري زمینو برابرول دي، چې پکې د کانونو او پټرولیم وزارت هم شاوخوا سلو زره تنو ته د کارموندنې ژمنه کړې وه او غواړو له ټولو ادارو سره د ترسره شویو هوکړه لیکونو مطابق د کانفرانس له پای ته رسېدو وروسته د بشري ځواک په استخدام کې د هغوی د اجراآتو څخه ډاډ ترلاسه او خپلو ولسونو ته معلومات ورکړو، چې په دې موده کې کوم شمېر هېوادوالو ته په کومو برخو کې د کار زمینه برابر شوې ده.

همداراز مولوي احمدزي زیاته کړه، افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې په زیاته اندازه طبیعي زېرمې لري او د دې زېرمو (کانونو) په استخراج کې بشري ځواک ته اړتیا ده او په دې سره به له ګاونډیو هېوادونو څخه بېرته راستانه شویو هېوادوالو ته په مختلفو برخو کې په ځانګړي ډول د کانونو په استخراج کې د کار زمینه برابره  شي.

ورپسې د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري؛ هم په خپلو خبرو کې څرګنده کړه: په هېواد کې فقر او بېکاري د خلکو له اساسي ستونزو څخه دي، ټول به په مشترک ډول خپل مسؤلیتونه ترسره او فعالیتونه ګړندي کړو، ترڅو د بیکارۍ کچه راټیټه او هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړو، چې په دې ډګر کې د کانونو او پټرولیم وزارت په مختلفو برخو کې مثبتې او د پام وړ لاسته‌راوړنې لري.

همداراز ملا هدایت الله بدري زیاته کړه، چې د کار په ملي کانفرانس کې د ترسره شویو ژمنو د عملي کېدو لپاره اقدام شوی او هڅه کوو، ترڅو په دې برخه کې لا ډېرې هلې ځلې وکړو.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار