په ننګرهار کې ۴۰۰ تنه شاقه کاره او بې‌سرپرسته ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره شوه

media_admin
سبت, أكتوبر 11 2025 11:00 صباحا
ننگرهار

ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ د یاد ولایت په مرکز جلال‌آباد ښار کې ۴۰۰ تنه شاقه‌کاره او بې‌‌سرپرسته ماشومانو ته په حمایوي مرکز کې د نهه میاشتنیو زده‌کړو لپاره زمینه برابره شوه او د اړتیا وړ قرطاسیه توکي هم ورته ووېشل شول.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډې ته د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي فریدالله حقاني د اکټیډ همکارې موسسې څخه د مننې سربېره د اسلام مبارک دین له نظره د ماشومانو د حقوقو او د کورنۍ او مسئولینو له لورې د ماشومانو د سالمې روزنې په هکله وینا وکړه.
ورپسې د اکټیډ موسسې استازي د خپلو فعالیتونو په هکله د وینا ترڅنګ د پروژې په تطبیق کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست د مسئولینو له همکارۍ څخه د مننې سربېره زیاته کړه، مونږ هڅه کوو چې په خپلو پروژو کې پراخوالي راولو، ترڅو د شاقه‌کارو، یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ستونزو ته رسېدنه وکړو.
له ننګرهار ولایت څخه د یو بل خبر له مخې:
په دره نور ولسوالۍ کې ۵۴۷ هغه کورنیو؛ چې د زلزلې له امله زیانمنې شوې وې، د آشپزخانې، خوب‌خونې او حفظ‌الصحې اړوند وسایل ترلاسه کړل.
یاده مرسته د وارچایلډ کاناډا د موسسې په همکارۍ د زلزلې له امله زیانمنو کورنیو ته ووېشل شوه.
 

تازه ترین اخبار

أربعاء, فبراير 04 2026 3:29 مساء
Background image

إطلاق العملية الوطنية لتثبيت الكفاءات من قبل وزارة العمل والشؤون الاجتماعية

بمبادرة من وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، أطلقت ولأول مرة في تاريخ البلاد عملية تثبيت المهن المختلفة.

خلال الاجتماع الافتتاحي للعملية، قال مستشار شؤون العمل والمشرف على رئاسة تثبيت. . .

ثلاثاء, فبراير 03 2026 10:26 صباحا
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس اللجنة النرويجية لأفغانستان

التقى معين شؤون العمل لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه، برئيس اللجنة النرويجية لأفغانستان تاريا مغنوسن واتردال.

في بداية اللقاء، رحّب الحاج. . .

اثنين, فبراير 02 2026 10:02 صباحا
Background image

عُقد الاجتماع الدوري لمجلس العمل الأعلى

عُقد الاجتماع الدوري لمجلس العمل الأعلى برئاسة وزير العمل والشؤون الاجتماعية الحاج ملا عبد المنان عمري، وبمشاركة معين شؤون العمل، رئيس تحسين القواعد وشروط العمل، رئيس تقنين حقوق العمل،. . .

باز گشت به اخبار