په ننګرهار کې ۴۰۰ تنه شاقه کاره او بېسرپرسته ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره شوه

ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ د یاد ولایت په مرکز جلالآباد ښار کې ۴۰۰ تنه شاقهکاره او بېسرپرسته ماشومانو ته په حمایوي مرکز کې د نهه میاشتنیو زدهکړو لپاره زمینه برابره شوه او د اړتیا وړ قرطاسیه توکي هم ورته ووېشل شول.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډې ته د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي فریدالله حقاني د اکټیډ همکارې موسسې څخه د مننې سربېره د اسلام مبارک دین له نظره د ماشومانو د حقوقو او د کورنۍ او مسئولینو له لورې د ماشومانو د سالمې روزنې په هکله وینا وکړه.
ورپسې د اکټیډ موسسې استازي د خپلو فعالیتونو په هکله د وینا ترڅنګ د پروژې په تطبیق کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست د مسئولینو له همکارۍ څخه د مننې سربېره زیاته کړه، مونږ هڅه کوو چې په خپلو پروژو کې پراخوالي راولو، ترڅو د شاقهکارو، یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو ستونزو ته رسېدنه وکړو.
له ننګرهار ولایت څخه د یو بل خبر له مخې:
په دره نور ولسوالۍ کې ۵۴۷ هغه کورنیو؛ چې د زلزلې له امله زیانمنې شوې وې، د آشپزخانې، خوبخونې او حفظالصحې اړوند وسایل ترلاسه کړل.
یاده مرسته د وارچایلډ کاناډا د موسسې په همکارۍ د زلزلې له امله زیانمنو کورنیو ته ووېشل شوه.