د کار او ټولنیزو چارو وزارت، په دوه‌یمه ربع کې د ۱۹۲۱ تنه ماشومانو قضیو ته رسېدنه کړې ده 

media_admin
أربعاء, أكتوبر 22 2025 11:55 صباحا
محافظت اطفال

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم ساتنې ریاست د روان کال په دوه‌یمه ربع کې د ولایتي ریاستونو په هلو ځلو په هېواد کې نږدې ۱۹۲۱ تنه ردمرزي او ورک‌شویو ماشومانو قضیو ته رسېدنه کړې ده.
د ماشوم ساتنې ریاست د ارقامو له مخې؛ په یادو ماشومانو کې ډېری د فراه، بامیان، جوزجان، کندز، لوګر، کاپیسا، بغلان، پروان، غور، دایکندي، سمنګان، لغمان، بادغیس، غزني، نورستان، سرپل، هرات، پکتیکا، ننګرهار، بلخ او فاریاب ولایتونو اوسېدونکي دي، چې د ایران، پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې هېوادونو څخه ردمرز شوي وو، د کار او ټولنیزو چارو وزارت او اړوندو ولایتي ریاستونو په هڅو او همغږۍ بېرته له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي دي. 
 د کار او ټولنیزو چارو وزارت، اړوندو ولایتي ریاستونو او همکارو موسساتو په ګډو هڅو د دې ماشومانو د کورنیو تر پیدا کېدو پورې د دوی د استوګنې، خوراک، څښاک او د لارې کرایه سربېره د ماشوم ساتنې کمېټې له لوري د ماشومانو د حقونو په اړه ماشومانو او د هغوی کورنیو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه هم وړاندې کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو د ملاتړ او ساتنې په ډګر کې له موسساتو او خیریه بنسټونو سره ۷ هوکړه‌لیکونه هم لاسلیک کړي دي.

تازه ترین اخبار

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

خميس, أبريل 23 2026 8:55 صباحا
Background image

عقد اجتماع بشأن منح تأشيرات العمل للأجانب

بناء على توجيه المقام العالي لرئاسة الوزراء، عقد اجتماع برئاسة معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، وبمشاركة ممثلين عن وزارتي الخارجية. . .

باز گشت به اخبار