په پغمان ولسوالۍ کې د ماشوم‌ساتنې کمېټه پرانیستل شوه

media_admin
سبت, ديسمبر 06 2025 10:21 صباحا
ماشوم ساتنه


د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هڅو؛ د ماشوم ساتنې ریاست له لوري  دا ځل د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې هم د ماشوم‌ساتنې کمېټه پرانیستل شوه.
په همدې مناسبت جوړې شوې پرانیست‌غونډې ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم‌ساتنې رئیس مولوي سعدالدین مطمئن په خپلو خبرو کې د اسلام له نظره د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو پر حقوقو، د هغوی د ستونزو پر حل، هغو ته د ژوندانه سهولتونو برابرولو او له خپلو کورنیو سره یې د بیاځلې یو ځای کولو په اړه خبرې وکړي.
همداراز نوموړي د یادې ولسوالۍ له مسؤلینو څخه غوښتنه وکړه، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په همغږۍ دې د ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په موخه خپلې هلې‌ځلې زیاتې او همکارۍ ونه سپموي. 
ورپسې د پغمان ولسوال الحاج قاري علي محمد مجاهد هم په خپلو خبرو کې په یاده ولسوالۍ کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له فعالیتونو څخه د مننې سربېره وویل: د ماشوم ساتنې کمېټې جوړول یو مثبت او نېک ګام دي، چې په دې سره به د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ستونزو ته تر ډیره بریده رسېدنه وشي.
د یادولو ده؛ چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ژمن دی، چې د یادې کمېټې د پرانیستلو بهیر به د هېواد نورو ولسوالیو ته هم وغځوي.

 

تازه ترین اخبار

سبت, يوليو 11 2026 11:08 صباحا
Background image

إتاحة فرص التدريب المهني والحرفي لـ90 نزيلاً في سجن بل شرخي

بالتنسيق بين وزارة العمل والشؤون الاجتماعية والإدارة العامة لتنظيم شؤون السجون، أطلقت وللمرة الأولى برامج للتدريب المهني والحرفي داخل سجن بل شرخي، حيث أتحيت الفرصة لـ90 نزيلاً للاستفادة. . .

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

باز گشت به اخبار