ننگرهار او لغمان ولایتونو کې ۶۲۵ تنو یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو سره د ژمنیو جامو مرسته وشوه

media_admin
أحد, يناير 04 2026 2:46 مساء
ننگرهار او لغمان

د ننګرهار او لغمان ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو په هڅو او همغږۍ، د جلال‌آباد ښار د اتمې ناحیې اړوند ۴۰۰ تنو یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو او همداراز، په لغمان ولایت کې ۲۲۵ تنو یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو ته د ژمنیو جامې،جمپر، بوټ، جرابې او خولۍ، ووېشل شوې. د یادو مرستو د وېش پر مهال د ننګرهار او لغمان ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو رئیسانو، د اکتید او هدف موسسو له مننې سربېره وویل: اړینه ده چې د هېواد یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو ته د سالمې ښوونې او روزنې لپاره، د هغوی ملاتړ او لاسنیوی وشي، تر څو دوی د یوه روښانه راتلونکي پر لور وخوځېږي. همداراز د کار او ټولنیزو چارو ریاستونوله ملي او نړیوالو مؤسسو او خیریه مرستندویو بنسټونو هم وغوښتل، چې په ژمي کې خپل مرستندوی فعالیتونه هم‌مهاله پراخ او چټک کړي. د یادولو ده، چې د اکټید موسسې د ختیځ زون مسؤل انجینیر محمد شفیق یوسفي، په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو په هکله د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ د پروژې په تطبیق کې د کار ټولنیزو چارو ریاست د مسؤلینو د ښې همغږۍ او همکارۍ څخه مننه وکړه.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار