د مالي او اداري چارو معین د کار او ټولنیزو چاررو وزارت د علماوو شورا له مسئولینو سره وکتل

media_admin
خميس, يناير 08 2026 12:02 مساء
دعوت او ارشاد

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د مالي او اداري چارو معین الحاج مولوي عبدالعزیز نصیر د خپل کار په دفتر کې د وزارت د علماوو شورا له مسئولینو سره د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د قوانینو د مؤثر او غوره تطبیق په موخه وکتل.

په یاده ناسته کې دواړو لوریو د اسلام د سپېڅلي دین پر اهدافو او ارزښت، د اسلامي اصولو پر بنسټ د ټولنې د اصلاح او سمون، په ټولنه کې د الهي قوانینو پلي کولو، خلک نېکېو، تقوا او دیني ارزښتونو ته هڅولو، ټولنه د قرآن او سنتو پر بنسټ اصلاح کولو، د کار کوونکو صورت او سیرت د اسلامي اصولو پر بنسټ برابرولو، مسؤلیت په صداقت سره اداء کولو، په کاري چاپېریال کې د قوانینو د غوره تطبیق، په چارو کې ښه والي او د کارکوونکو ترمنځ د ښو اړیکو د رامنځته کولو په اړه تفصیلي خبرې وکړې.

مالي او اداري چارو معین الحاج مولوي عبدالعزیز نصیر په خپلو خبرو کې وویل: هر ریاست باید د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر د قوانینو په غوره  تطبیق کې د دعوت او ارشاد له ریاست له مسئولینو سره پوره همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده؛ چې په یاده ناسته کې د مالي او اداري چارو مشاور شیخ نعیم ګل صدیقي، د دعوت او ارشاد رئیس مولوي عبدالولي حماد، د کار کوونکو چارو رئیس مولوي نعمت‌الله عثماني او د وزارت مسجد ملا امام مولوي صلاح‌الدین وزیري هم حضور درلود.

.

تازه ترین اخبار

سبت, يوليو 11 2026 11:08 صباحا
Background image

إتاحة فرص التدريب المهني والحرفي لـ90 نزيلاً في سجن بل شرخي

بالتنسيق بين وزارة العمل والشؤون الاجتماعية والإدارة العامة لتنظيم شؤون السجون، أطلقت وللمرة الأولى برامج للتدريب المهني والحرفي داخل سجن بل شرخي، حيث أتحيت الفرصة لـ90 نزيلاً للاستفادة. . .

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

باز گشت به اخبار