د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په موخه د ماشوم ساتنې کمېټې نوبتي ناسته وشوه

media_admin
اثنين, يناير 19 2026 2:35 مساء
ماشوم ساتنه


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم ساتنې ریاست په مشرۍ؛ د ۱۷ امارتي ادارو او همکارو موسساتو د دایمي استازو په گډون، د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ستونزو ته د رسېدو او د یاد له زیان سره مخ قشر ستونزو او ننګونو ته د مؤثرو حل‌لارو د موندلو په موخه د ماشوم ساتنې کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې د ماشوم ساتنې رئیس مولوي سعدالدین مطمئن په خپلو خبرو کې د اسلام مبارک دین له نظره د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د حقوقو سربېره د اړمنو، شاقه کارو، ردمرزي، له زیان سر مخامخ  او د سرک پر مخ کاریګرو ماشومانو څخه ملاتړ، هغوی ته د غوره ژوندانه آسانتیاوو، روغتیايي خدمات، ښوونې او روزنې، د سرپناه برابرولو او له خپلو کورنیو سره د بیاځلې یوځای کولو په اړه  تفصیلي خبرې وکړې.
همداراز نوموړي د خپلو خبرو په دوام د امارتي ادارو، همکارو ملي او نړیوالو موسساتو له مسوولینو څخه وغوښتل، ترڅو د افغانستان اسلامي امارت  د پالیسیو، اصولو او قوانینو له‌مخې او د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په همغږۍ، د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د ساتنې او هغوی ستونزو ته د رسېدو په موخه؛ خپلې هڅې پراخې کړي، ترڅو په دې برخه کې سپارل شوی مسئولیت په اغیزناک او مطلوب ډول ترسره شي.
مولوي سعدالدین مطمئن په پای کې یې له هېوادوالو وغوښتل، که چېرې د دوی ماشومان ورک او یا د بل هېوادوال ورک شوی ماشوم پیدا کوي؛ نو د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره دې په اړیکه کې شي، ترڅو د همکارۍ او همغږۍ له لارې یې کورنۍ پیدا شي.
په پای کې د امارتي ادارو او همکارو موسساتو استازو ژمنه وکړه، چې په ټول هېواد کې د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ستونزو په څېړلو او د حل په موخه یې خپلې هڅې ګړندې کړي.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار