د مالي او اداري چارو په معینیت کې د وزارت د اوږد مهاله ستراتیژیک پلان په لومړنۍمسودې بحث وشو

media_admin
أربعاء, فبراير 18 2026 11:41 صباحا
مالی و اداری


د مالي او اداري چارو معین الحاج مولوي عبدالعزیز نصیر په مشرۍ، د یاد معینیت اړونده ریاستونو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ستراتیژیک پلان په لومړنی مسوده کې د خپلو دندو، مسئولیتونو، راتلونکو برنامو په غوره تدوین او د تطبیق پر څرنګوالي وروستی بحث وکړ.
په ستراتیژیک پلان کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوندو ریاستونو د لګښتونو پر تنظیم، په اداري چارو کې دهمغږۍ پیاوړتیا، د خدماتو د کیفیت لوړولو، د مالي سرچینو اغېزمن مدیریت، د مصارفو او عوایدو د انډول پر څرنګوالي، د وزارت د عوایدو په لوړولو، د بودیجې تنظیم، په مالي او اداري چارو کې د مؤثرې همغږۍ، مالي شفافیت او حساب ورکونې، د مالي پلان د تطبیق پر وړاندې د شته ستونزو د تشخیص او د الکترونیکي حکومت‌والی په ترویج او تطبیق بحث وشو.   
یاد ستراتیژیک پلان به د مالي او اداري چارو معینیت راتلونکو فعالیتونو لپاره د یو منظم او عملي چوکاټ په توګه وکارول شي، ترڅو د وزارت له نورو معینیتونو سره د غښتلي حمایوي رول په لوبولو سره؛ خپلې چارې په بشپړه همغږۍ، منظم ډول او د ټاکلي مهال‌وېش له مخې پرمخ یوسي. 
د یادونې وړ ده؛ چې په یاده ناسته کې د پالیسۍ او پلان  رئیس مولوي محب‌الله حبیبي، د معلوماتي تکنالوجۍ رئیس آغامحمد حیدري، د کار کوونکو چارو رئیس مولوي نعمت‌الله عثماني، د اداري او خدماتو رئیس مولوي خیرمحمد خیرخواه، تدارکاتو رئیس سمیع‌الله عثماني،  د مطبوعاتو رئیس سمیع‌الله ابراهیمي او د مالي او حسابي ریاست استازي هم حضور درلود.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار