بلخ، ارزګان، بدخشان او پکتیا ولایتونو کې ۲۸۲۴ اړمنو کورنیو، یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د نقدي پیسو، البسې او خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

media_admin
سبت, مارس 14 2026 1:48 مساء
کمکونه


  د بلخ، ارزګان، بدخشان او پکتیا ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو په هڅو او همغږۍ؛ ۲۸۲۴ اړمنو کورنیو، یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو، چې په بلخ کې ۱۳۷۹، په بدخشان کې ۲۸۰، په پکتیا کې ۱۵۵ تنو یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو او ارزګان کې ۱۰۱۰ اړمنو کورنیو ته د ۱۴۵۸۰۵۰۰ افغانیو په ارزښت د نقدي پیسو، البسې او خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړې. 
د مرستو د وېش پر مهال د یادو ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو مسؤلینو له همکارو موسساتو څخه د مننې سربېره  له نورو ملي او همکارو نړیوالو موسساتو او خیریه بنسټونو څخه هم د ورته مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه، ترڅو په هېواد کې د اړمنو، بېوزلو کورنیو، یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ستونزو ته رسېدنه او تر یوه بریده ورته د ژوندانه لازمې آسانتیاوې برابرې شي.  
 یادونې وړ ده، چې په بلخ ولایت کې د العین‌ټولنیزو مراقبتونو مؤسسې له لوري، ارزګان کې د یاد ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست او د افغاني سرې‌میاشتې ټولنې په همغږۍ سره، په بدخشان ولایت کې د هدف خیریه بنسټ او په پکتیا کې د یاد ولایت د مقام له لوري مرستې ووېشل شوې.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار