ننګرهار کې ۴۵ تنه راستانه شوي هېوادوال له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

media_admin
أحد, مايو 03 2026 2:33 مساء
ننګرهار

 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۴۵ تنه راستانه شوي هېوادوال په سولر او انورټر حرفو کې د شپږ میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته فارغ او د ۲۹۲۵۰۰ افغانیو په ارزښت یې د اړوندو حرفو کاري وسایل ترلاسه کړل.

په همدې مناسبت جوړې شوې فراغت غونډې ته د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي فریدالله حقاني فارغانو ته په خطاب کې کې وویل: له ترلاسه شویو زده‌کړو، تجربو او مهارتونو څخه په غوره ډول استفاده وکړئ، ترڅو خپلو کورنیو ته د حلالې نفقې د برابرولو وسیله او د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا لامل وګرځئ.

همداراز نوموړي د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه:  د کار او ټولنیزو چارو وزارت د همکارو ادارو په همغږۍ سره هڅه کوي، چې ځوانانو؛ په ځانګړې ډول راستنېدونکو هېوادوالو ته د کارموندنې په موخه د کار بازار اړتیاوو ته په کتو بېلابېلو برخو کې د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړي، ترڅو په هېواد کې د بیکارۍ کچه راټیټه شي.

د یادولو ده، چې یاد کاري وسایل د قطر د سرې میاشتې ټولنې په مالي لګښت فارغ شویو اشخاصو ته ووېشل شول.

تازه ترین اخبار

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

خميس, أبريل 23 2026 8:55 صباحا
Background image

عقد اجتماع بشأن منح تأشيرات العمل للأجانب

بناء على توجيه المقام العالي لرئاسة الوزراء، عقد اجتماع برئاسة معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، وبمشاركة ممثلين عن وزارتي الخارجية. . .

باز گشت به اخبار