په کلکان ولسوالۍ کې د ماشوم ساتنې شبکه پرانیستل شوه

media_admin
اثنين, يوليو 06 2026 2:53 مساء
کلکان ولسوالي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هڅو؛ د ماشوم ساتنې ریاست له لوري د کابل ولایت د کلکان په ولسوالۍ کې د بې‌سرپرسته ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په موخه د ماشوم ساتنې شبکه پرانیستل شوه.

په همدې مناسبت جوړې شوې پرانېست‌غونډې ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم ساتنې رئیس مولوي نجيب‌الله وقاد په خپلو خبرو کې وویل: د همکارو ادارو په همغږۍ سره د ټولنې د تر ټولو زیان‌من قشر د حقونو د خونديتوب او د اغېزمن ملاتړ لپاره لا ډېرو هلو ځلو، عملي او کوټلو ګامونو او دوامدارو همکاریو ته اړتیا ده؛ ترڅو د ګډې همغږۍ له لارې وکولی شو د ماشومانو د حقونو د تأمین او هوساینې لپاره ګټور اقدامات وکړو.

مولوي وقاد د خبرو په دوام زیاته کړه: د شاقه‌کارو، د سړک پرمخ کارګرو، یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ساتنې، سالمې ودې او هوساینې ته ځانګړې پاملرنه د ټولو امارتي او غیر امارتي ادارو او همکارو موسساتو ګډ مسئولیت دی.

د یادونې وړ ده، چې په یاده پرانیست‌غونډه کې د کلکان ولسوال، قومي مشران او  د اړوندو ادارو مسئولینو هم حضور درلود.

تازه ترین اخبار

سبت, يوليو 11 2026 11:08 صباحا
Background image

إتاحة فرص التدريب المهني والحرفي لـ90 نزيلاً في سجن بل شرخي

بالتنسيق بين وزارة العمل والشؤون الاجتماعية والإدارة العامة لتنظيم شؤون السجون، أطلقت وللمرة الأولى برامج للتدريب المهني والحرفي داخل سجن بل شرخي، حيث أتحيت الفرصة لـ90 نزيلاً للاستفادة. . .

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

باز گشت به اخبار