ننګرهار کې ۱۶ اړمنو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوه
د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د پچیراګام او چپرهار ولسوالیو ۱۶ اړمنو کورنیو؛ هرې کورنۍ ته ۲۶۵۰۰، مجموعاً ۴۲۴۰۰۰ افغانیو په ارزښت د دوکاندارۍ او مالدارۍ په برخو کې کاري وسایل ووېشل شوو.
د مرستې د وېش پر مهال د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست استازي په خپلو خبرو کې د سرف افغانستان همکارې موسسې څخه د مننې سربېره وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت د همکارو موسسو په همغږۍ هڅه کوي، څو د ورته پروګرامونو د پلي کولو له لارې په هېواد کې د بېکارۍ کچه تر یوه بریده را ټېټه او د اړمنو کورنیو اقتصادي وضعیت ښه کړي.
د یاد ریاست استازي له ګټهاخیستونکو کورنیو غوښتنه وکړه، چې له ترلاسه شویو توکو څخه په غوره توګه ګټه پورته کړي، خپل کوچني کاروبارونه پراخ کړي او د خپلو کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره ترې اغېزمنه استفاده وکړي.
