ننګرهار کې ۱۶ اړمنو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۸ - ۱۰:۳۶
ننګرهار


د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د پچیراګام او چپرهار ولسوالیو ۱۶ اړمنو کورنیو؛ هرې کورنۍ ته ۲۶۵۰۰، مجموعاً ۴۲۴۰۰۰ افغانیو په ارزښت د دوکاندارۍ او مالدارۍ په برخو کې کاري وسایل ووېشل شوو.  
د مرستې د وېش پر مهال د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست استازي په خپلو خبرو کې د سرف افغانستان همکارې موسسې څخه د مننې سربېره وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت د همکارو موسسو په همغږۍ هڅه کوي، څو د ورته پروګرامونو د پلي کولو له لارې په هېواد کې د بېکارۍ کچه  تر یوه بریده را ټېټه او د اړمنو کورنیو اقتصادي وضعیت ښه کړي.
 د یاد ریاست استازي له ګټه‌اخیستونکو کورنیو غوښتنه وکړه، چې له ترلاسه شویو توکو څخه په غوره توګه ګټه پورته کړي، خپل کوچني کاروبارونه پراخ کړي او د خپلو کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره ترې اغېزمنه استفاده وکړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۸ - ۱۰:۳۶
Background image

ننګرهار کې ۱۶ اړمنو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوه


د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د پچیراګام او چپرهار ولسوالیو ۱۶ اړمنو کورنیو؛ هرې کورنۍ ته ۲۶۵۰۰، مجموعاً ۴۲۴۰۰۰ افغانیو په ارزښت د دوکاندارۍ او مالدارۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۵:۲۶
Background image

غزني کی ۱۷۵ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د غزني ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د مرکز په شمول د څلورو ولسوالیو د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکزونو څخه ۱۷۵ تنه ځوانان؛ د خیاطۍ، موبایل‌ترمیم، کلچه‌پزۍ،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۰:۴۵
Background image

د کار عالي شورا نوبتي ناسته وکړه


د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبد المنان عمري په مشرۍ؛ د کارګرو اتحادیو او د افغانستان د اتاقونو د استازو په ګډون د د ترسره شویو پرېکړو د تطبیق په موخه د کار عالي شورا اتمه. . .

بیرته خبرونو ته