غزني کی ۱۷۵ تنه ځوانان له فني او حرفوي زدهکړو فارغ شول
د غزني ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د مرکز په شمول د څلورو ولسوالیو د فني او حرفوي زدهکړو له مرکزونو څخه ۱۷۵ تنه ځوانان؛ د خیاطۍ، موبایلترمیم، کلچهپزۍ، موترسایکل ترمیم او بوټ ګنډلو په حرفو کې تر شپږ میاشتنیو نظري او عملي زدهکړو وروسته فارغ او د ۵۲۵۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت یې کاري وسایل ترلاسه کړل.
په همدې مناسبت جوړې شوې فراغت غونډې ته د غزني ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس الحاج مولوِي عبدالقیوم مکلوم په خپلو خبرو کې د افغانستان د خدماتو، پراختیا او هوساینې موسسې څخه د مننې سربېره وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅه کوي، چې د کار بازار اړتیاوو ته په کتو هېوادوالو ته په بېلابېلو برخو کې د فني او حرفوي زدهکړو زمینه برابره کړي؛ ترڅو په هېواد کې تر یوه بریده د بېکارۍ کچه راټیټه شي او د کورنیو اقتصادي ثبات د پیاوړتیا سبب وګرځي.
نوموړي د خبرو په دوام له فارغو شویو ځوانانو څخه وغوښتل، چې په خپلو کاري فعالیتونو کې صداقت او امانتداري خپل اصل وګرځوي او له ورکړل شویو کاري وسایلو او ترلاسه شویو مهارتونو څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخلي ترڅو وکولای شي د خپلو کورنیو د اقتصادي وضعیت په ښهوالي او د ټولنې په پرمختګ کې رغنده ونډه واخلي.
