زابل کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۳:۳۴
زابل


‌‌د زابل ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست؛ د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره د مرستیال والي الحاج ملا فیض‌الله تمیم له لوري کېښودل شوه.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې، الحاج ملا فیض‌الله تمیم په خپلو خبرو کې د یادې اداري ودانۍ له جوړیدو څخه د خوښۍ د څرګندولو سربېره؛ ساختماني شرکت مسئولینو ته سپارښتنه وکړه، چې د ودانۍ د جوړولو چارې په ټاکلې موده کې د غوره کیفیت او ساختماني معیارونو په پام کې نیولو سره بشپړې کړي.
ورپسې د زابل ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي عبدالوکیل خادم هم په خپلو خبرو کې وویل: د یادې ودانۍ د جوړولو چارې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د څه کم څوارلس میلیونه افغانیو په لګښت، قراردادي شرکت له خوا د لسو کاري میاشتو په موده کې ترسره کېږي.
مولوي خادم د خبرو په دوام زیاته کړه، چې یاده ودانۍ به په دوو پوړونو کې جوړه شي، چې شپاړس اداري خونې او اړین ملحقات به ولري او د کارکوونکو لپاره به د مناسبو کاري شرایطو او مراجعینو ته د غوره خدماتو وړاندې کولو زمینه برابره کړي.
د یادونې وړ ده، چې په یادو مراسمو کې د میرویس خان نیکه پوهن

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۳:۳۴
Background image

زابل کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه


‌‌د زابل ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست؛ د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره د مرستیال والي الحاج ملا فیض‌الله تمیم له لوري کېښودل شوه.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې، الحاج ملا فیض‌الله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۱:۴۲
Background image

د ټولنیزو چارو معین د نوف آنلوس موسسې له مشرې سره وکتل


د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د ټولنیزو چارو معین الحاج مولوي عبیدالله آمین‌زاده د خپل کار په دفتر کې د نوف آنلوس (NOVE ONLUS)  همکارې موسسې له مشرې سوسانا فیوریټی سره وکتل او د . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۹:۳۲
Background image

راستنېدونکو هېوادوالو ته د کاري فرصتونو برابرولو کمېټې نوبتي ناسته وکړه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په مشرۍ د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو د ایجاد کمېټې، د صنعت او سوداګرۍ، کرنې، اوبو لګولو او. . .

بیرته خبرونو ته