غزني کی ۱۷۵ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

media_admin
Sat, Nov 07 2026 3:26 PM
غزني

د غزني ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د مرکز په شمول د څلورو ولسوالیو د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکزونو څخه ۱۷۵ تنه ځوانان؛ د خیاطۍ، موبایل‌ترمیم، کلچه‌پزۍ، موترسایکل ترمیم او بوټ ګنډلو په حرفو کې تر شپږ میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته فارغ او د ۵۲۵۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت یې کاري وسایل ترلاسه کړل.
په همدې مناسبت جوړې شوې فراغت غونډې ته د غزني ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس الحاج مولوِي عبدالقیوم مکلوم په خپلو خبرو کې د افغانستان د خدماتو، پراختیا او هوساینې موسسې څخه د مننې سربېره وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅه کوي، چې د کار بازار اړتیاوو ته په کتو هېوادوالو ته په بېلابېلو برخو کې د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړي؛ ترڅو په هېواد کې تر یوه بریده د بېکارۍ کچه راټیټه شي او د کورنیو اقتصادي ثبات د پیاوړتیا سبب وګرځي.
 نوموړي د خبرو په دوام له فارغو شویو ځوانانو څخه وغوښتل، چې په خپلو کاري فعالیتونو کې صداقت او امانت‌داري خپل اصل وګرځوي او له ورکړل شویو کاري‌ وسایلو او ترلاسه شویو مهارتونو څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخلي ترڅو وکولای شي د خپلو کورنیو د اقتصادي وضعیت په ښه‌والي او د ټولنې په پرمختګ کې رغنده ونډه واخلي.

Latest news

Mon, Oct 26 2026 10:45 AM
Background image

The Regular Meeting of High Labor Council hold

 

The High Council of Labor held its eighth regular meeting, was held under the leadership of Labor and Social Affairs Minister, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, to review previous. . .

Tue, Oct 20 2026 12:32 PM
Background image

Deputy Labor Minister Addresses Prisons Training Seminar

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, participated in and delivered a speech at a training seminar organized by the General Directorate of Prisons. . .

Mon, Oct 19 2026 11:19 AM
Background image

The Seventh Regular Meeting of the High Labor Council

 

The seventh regular meeting of High Labor Council held under the leadership of the Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, to review proposals. . .

BACK TO NEWS