غلام حیدر جیلانِي د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو مرستیال په صفت دنده پيل کړه

faiz_admin
سبت, فبراير 16 2019 10:37 صباحا
3

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په وړاندیز او د جمهوري ریاست د عالي مقام په منظورۍ غلام حیدر جیلاني د ټولنیزو چارو، د نوي مرستیال په صفت د کار او ټولنیزو چارو وزیر فیض الله ذکي له خوا د دې وزارت کارکوونکو ته ور و پيژندل شو.

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د کار او ټولنیزو چارو وزیر فیض الله ذکي د خپلو خبرو په لړ کې غلام حیدر جیلاني د دې وزارت د ټولنیزو چارو معینیت لپاره وړ شخص یاد کړ، زیاته یې کړه، چې ښاغلي جیلاني وړاندې وړاندې تر دې هم په مختلفو ټولنیزو برخو کې دندې تر سره کړي، نو په همدې اساس د وزارت د رهبري هیئت په وړاندیز او د جمهوري ریاست د عالي مقام په منظورۍ، د یاد معینیت مسؤلیت نوموړي ته و سپارل شو.

ښاغلي ذکي د ټولنیزو چارو نوي مرستیال ته د مبارکۍ تر څنګ سپارښتنه و کړه، څو د یاد معینیت او په ټوله کې د وزارت له کارکوونکو سره په پوره همغږۍ او همکارۍ کارونه ترسره کړي.  

د ټولنیزو چارو نوي مرستیال غلام حیدر جیلاني د خپلو خبرو په ترڅ کې د وزارت له رهبري هیئت څخه پر ده د اعتماد او د  یاد معینیت د دروند مسؤلیت ور سپارلو په اړه مننه و کړه، ژمنه یې و کړه، چې په پوره صداقت او ایماندارۍ به د خپل کاري ټيم سره د دې وزارت د ټولنیزو چارو په برخه کې خپل دنده ترسره کوي.

تازه ترین اخبار

أحد, أغسطس 30 2026 10:18 صباحا
Background image

انطلاق برنامج توعوي لثلاثة أيام لموظفي محافظات المنطقة المركزية حول التخطيط والأنظمة الإلكترونية


بدأت وزارة العمل والشؤون الاجتماعية برنامجاً توعوياً يستمر ثلاثة أيام، لموظفي رئاسات العمل والشؤون الاجتماعية في محافظات ميدان وردك، لوجر، بروان، غزني، كابيسا، باميان وبنجشير بهدف. . .

ثلاثاء, أغسطس 11 2026 1:51 مساء
Background image

التقى وزير العمل والشؤون الاجتماعية بممثلي شركات التوظيف الخاصة

عقد وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج الملا عبدالمنان عمري، اجتماعا دوريا مع ممثلي شركات التوظيف الخاصة، وذلك في مكتبه.
في بداية الاجتماع، قدم ممثلو شركات التوظيف الخاصة معلومات حول. . .

سبت, يوليو 11 2026 11:08 صباحا
Background image

إتاحة فرص التدريب المهني والحرفي لـ90 نزيلاً في سجن بل شرخي

بالتنسيق بين وزارة العمل والشؤون الاجتماعية والإدارة العامة لتنظيم شؤون السجون، أطلقت وللمرة الأولى برامج للتدريب المهني والحرفي داخل سجن بل شرخي، حيث أتحيت الفرصة لـ90 نزيلاً للاستفادة. . .

باز گشت به اخبار