د بې وزله، یتیمو او بې سره پرسرسته ماشومانو څخه د ملاتړ ورځ و نمانځل شوه.

publish
ثلاثاء, مايو 21 2019 10:07 صباحا
12

د کار او ټولنیزو چارو وزارت له خوا د یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو څخه د ملاتړ او لاسنیوي په موخه علاوالدین روزنتون شاګردانو ته د روژه ماتي غونډه جوړه شوه.

په غونډه کې د کار او ټولنیزو چارو مرستیالانو، د مشرانو جرګې د معارف، تحصیلاتو او دینې چارو کمیسیون رئيس، د یو شمیر خصوصي پوهنتونو مشرانو، د چارو ادارې فرهنګی رئيس، د کار او ټولنیزو چارو یو شمیر رئیسانو، د روزنتونونو شاګردانو او مربیانو ګډون کړی وه.

په غونډه کې د کاري چارو مرستیال سید عبدالکریم هاشمي، د ټولنیزو چارو مرستیال غلام حیدر جیلانی او یو شمیر نورو خبرې و کړې، پر مرسته کوونکو ادارو او ټولو هیوادوالو یې غږ و کړ، څو د یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو لاسنیوی و کړي.

د کار او ټولنیزو چارو رهبرۍ مسؤلینو د ترکیې هیواد اړوند هلال احمر ادارې څخه مننه و کړه، چې وخت په وخت د دې یتیمو او بې سرپرست ماشومانو لاسنیوی کوي او هیله یې څرګنده کړه، څو په راتلونکي کې هم د یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو سره خپلې مرستې جاري و ساتي.

د روژه ماتي دغه پروګرام د ترکیې هیواد هلال احمر ادارې له خوا برابر شوی وه، چې په پای کې د اسلامیک ریلیف مؤسسې له خوا هم د روزنتون پر شاګردانو رمضاني ډالۍ و ویشل شوې.

د ویلو دی، چې اوس مهال په هیواد ۶۵ خصوصي او دولتي روزنتونونه فعالیت لري او لس زره ماشومانو یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو ته خدمتونه وړاندې کوي.

تازه ترین اخبار

أربعاء, أكتوبر 22 2025 11:18 صباحا
Background image

التقى معين الشؤون العمل بممثلي الصناعين

التقى معين الشؤون العمل لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه، بممثلي الصناعين التابعين للقطاع الخاص، ومسؤولي المصانع والشركات.

خلال هذا اللقاء،. . .

أحد, أكتوبر 12 2025 3:09 مساء
Background image

التقى معين الشؤون العمل بمعين وزارة الداخلية

التقى معين الشؤون العمل لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، بمعين وزار ة الداخلية لشؤون الأمن، المولوي صدر إبراهيم.

في بداية اللقاء، أوضح معين الشؤون العمل. . .

ثلاثاء, أكتوبر 07 2025 2:36 مساء
Background image

قام معين الشؤون الاجتماعية بتقيّم أوضاع الطلاب المقيمين في دور الرعاية

 

قام معين الشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال زيارته إلى محافظتي ننجرهار و كونر، بتقيم أوضاع الطلاب المقيمين في دور الرعاية في هاتين المحافظتين، وكذلك كيفية. . .

باز گشت به اخبار