د ښځو ا وماشومانو د ازار او اذیت څخه د مخنیوي کمېټې ناسته جوړه شوه.

publish
خميس, يوليو 11 2019 11:37 صباحا
2

د ښځو او ماشومانو د ازار او اذیت څخه د مخنیوي کمېټې شپږمه کاري ناسته د کار او ټولنیزو چارو سرپرست سید انور سادات په مشرۍ جوړه شوه.

ناسته کې ګډونوالو د ښځو او ماشومانو د ازار او اذیت څخه د مخنیوي طرزالعمل مسودې او کاري محیط کې د ښځو د ازار او اذیت د سروې اړوند هر اړخیزې خبرې او وړاندیزونه شریک کړل.

د کار او ټولنیزو چارو سرپرست سید انور سادات د خپلو خبرو په ترڅ کې د ازار او اذیت د مخنیوي برخه کې عامه پوهاوی مهم و باله او په دې برخه کې یې د ټولو ادارو رول مهم یاد کړ، ښاغلي سادات په دې وروستیو کې د پوهنې وزارت رهبرۍ هغه پریکړه، چې وروسته له دې به مکتبونو کې د شاګردانو ویښتان نه قیچي کیږي، د ماشومانو د روحي ازار او اذیت څخه د مخنیوي په برخه کې مهمه او ګټوره و بلله.

سید انور سادات همدارنګه د دولتي سکتور تر څنګ په خصوصي سکتور کې د ښځو د ازار او اذیت پر مخنیوي هم ټینګار  و کړ.

په دې ناسته کې چې د ګڼ شمیر وزارتونو او ذیدخله ادارو مرستیالانو او استازو  په کې برخه اخیستې وه، پریکړه پر دې شوه، چې د ذیدخله ادارو او وزارتونو د مسلکي کسانو په ګډون یوه تخنیکي کمېټه جوړه شي، څو د ښځو او ماشومانو د ازار او اذیت څخه د مخنیوي کمېټې د طرزالعمل په لا غني کولو کې همکاري او د راتلونکې جلسې لپاره یې نهایي کړي.

 

 

تازه ترین اخبار

أحد, أغسطس 30 2026 10:18 صباحا
Background image

انطلاق برنامج توعوي لثلاثة أيام لموظفي محافظات المنطقة المركزية حول التخطيط والأنظمة الإلكترونية


بدأت وزارة العمل والشؤون الاجتماعية برنامجاً توعوياً يستمر ثلاثة أيام، لموظفي رئاسات العمل والشؤون الاجتماعية في محافظات ميدان وردك، لوجر، بروان، غزني، كابيسا، باميان وبنجشير بهدف. . .

ثلاثاء, أغسطس 11 2026 1:51 مساء
Background image

التقى وزير العمل والشؤون الاجتماعية بممثلي شركات التوظيف الخاصة

عقد وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج الملا عبدالمنان عمري، اجتماعا دوريا مع ممثلي شركات التوظيف الخاصة، وذلك في مكتبه.
في بداية الاجتماع، قدم ممثلو شركات التوظيف الخاصة معلومات حول. . .

سبت, يوليو 11 2026 11:08 صباحا
Background image

إتاحة فرص التدريب المهني والحرفي لـ90 نزيلاً في سجن بل شرخي

بالتنسيق بين وزارة العمل والشؤون الاجتماعية والإدارة العامة لتنظيم شؤون السجون، أطلقت وللمرة الأولى برامج للتدريب المهني والحرفي داخل سجن بل شرخي، حيث أتحيت الفرصة لـ90 نزيلاً للاستفادة. . .

باز گشت به اخبار