د ښځو ا وماشومانو د ازار او اذیت څخه د مخنیوي کمېټې ناسته جوړه شوه.
د ښځو او ماشومانو د ازار او اذیت څخه د مخنیوي کمېټې شپږمه کاري ناسته د کار او ټولنیزو چارو سرپرست سید انور سادات په مشرۍ جوړه شوه.
ناسته کې ګډونوالو د ښځو او ماشومانو د ازار او اذیت څخه د مخنیوي طرزالعمل مسودې او کاري محیط کې د ښځو د ازار او اذیت د سروې اړوند هر اړخیزې خبرې او وړاندیزونه شریک کړل.
د کار او ټولنیزو چارو سرپرست سید انور سادات د خپلو خبرو په ترڅ کې د ازار او اذیت د مخنیوي برخه کې عامه پوهاوی مهم و باله او په دې برخه کې یې د ټولو ادارو رول مهم یاد کړ، ښاغلي سادات په دې وروستیو کې د پوهنې وزارت رهبرۍ هغه پریکړه، چې وروسته له دې به مکتبونو کې د شاګردانو ویښتان نه قیچي کیږي، د ماشومانو د روحي ازار او اذیت څخه د مخنیوي په برخه کې مهمه او ګټوره و بلله.
سید انور سادات همدارنګه د دولتي سکتور تر څنګ په خصوصي سکتور کې د ښځو د ازار او اذیت پر مخنیوي هم ټینګار و کړ.
په دې ناسته کې چې د ګڼ شمیر وزارتونو او ذیدخله ادارو مرستیالانو او استازو په کې برخه اخیستې وه، پریکړه پر دې شوه، چې د ذیدخله ادارو او وزارتونو د مسلکي کسانو په ګډون یوه تخنیکي کمېټه جوړه شي، څو د ښځو او ماشومانو د ازار او اذیت څخه د مخنیوي کمېټې د طرزالعمل په لا غني کولو کې همکاري او د راتلونکې جلسې لپاره یې نهایي کړي.