د روزنتونونو تعديل شوې مقررې له مخې د بهرنيو تحصيلي بورسونو درې سلنه سهميه د روزنتونونو زده کوونکو ته ور کول کيږي.

publish
أربعاء, ديسمبر 18 2019 2:02 مساء
4

دغه خبرې د ټولنيزو چارو مرستيال غلام حيدر جيلاني د تهيه مسکن روزنتون د شاګردانو فراغت غونډه کې و کړې، نوموړي زياته کړه، چې د روزنتونونو نوې مقرره کې د بې سرپرسته ماشومانو ټولو حقوقو ته ځای ور کړل شوی او په نږدې راتلونکي کې به د عدليې وزارت له خوا چاپ شي.
د ټولنيزو چارو مرستيال غلام حيدر جيلاني همدارنګه د روزنتون فارغ شويو شاګردانو ته د مبارکۍ ترڅنګ د بې سرپرسته ماشومانو روزنه او مرسته د ټولو هيوادوالو مسؤليت ياد کړ او له ټولو يې و غوښتل، څو د هغو بې سرپرسته ماشومانو چې د روزنتونونو خدمتونو ته لاسرسی نه لري، همکاري و کړي.
په غونډه کې د روزنتونونو عمومي مشر فيضان احمد کاکړ وويل، چې هڅه کوو، څو د هيواد په ټولو ولايتونو کې بې سرپرسته ماشومانو ته روزنتونونه جوړ او د ښوونې او روزنې زمينه ورته برابره کړو.
کاکړ زياته کړه، چې روان کال کې د ۶۸ دولتي او خصوصي روزنتونونو له لارې د لس زره بې سرپرسته ماشومان ملاتړ شوی او د روزنتونونو له خدمتونو څخه برخمن شوي دي.
دغه پروګرام د تهيه مسکن روزنتون د غونډو تالار کې جوړ شوی وو، چې د روزنتونونو مشرانو او يو شمير نورو کارکوونکو ته د جمهوري رياست او اجرائيه رياست له خوا د افتخاري ستاينليکونو، ممتازو او فارغ شويو شاګردانو ته د فراغت پاڼو او ډاليو ويشلو او د بې سرپرسته ماشومانو د لا خوشحالي په موخه د هيواد د محبوبو سندر غاړو له خوا د کنسرت په وړاندې کولو سره پای ته و رسيده.

 

تازه ترین اخبار

أحد, أغسطس 30 2026 10:18 صباحا
Background image

انطلاق برنامج توعوي لثلاثة أيام لموظفي محافظات المنطقة المركزية حول التخطيط والأنظمة الإلكترونية


بدأت وزارة العمل والشؤون الاجتماعية برنامجاً توعوياً يستمر ثلاثة أيام، لموظفي رئاسات العمل والشؤون الاجتماعية في محافظات ميدان وردك، لوجر، بروان، غزني، كابيسا، باميان وبنجشير بهدف. . .

ثلاثاء, أغسطس 11 2026 1:51 مساء
Background image

التقى وزير العمل والشؤون الاجتماعية بممثلي شركات التوظيف الخاصة

عقد وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج الملا عبدالمنان عمري، اجتماعا دوريا مع ممثلي شركات التوظيف الخاصة، وذلك في مكتبه.
في بداية الاجتماع، قدم ممثلو شركات التوظيف الخاصة معلومات حول. . .

سبت, يوليو 11 2026 11:08 صباحا
Background image

إتاحة فرص التدريب المهني والحرفي لـ90 نزيلاً في سجن بل شرخي

بالتنسيق بين وزارة العمل والشؤون الاجتماعية والإدارة العامة لتنظيم شؤون السجون، أطلقت وللمرة الأولى برامج للتدريب المهني والحرفي داخل سجن بل شرخي، حيث أتحيت الفرصة لـ90 نزيلاً للاستفادة. . .

باز گشت به اخبار