د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د زور زیاتي او ځورونې عالي کمیسیون ناسته جوړه شوه.

publish
سبت, سبتمبر 26 2020 9:28 صباحا
5

د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د زور زیاتي او ځورونې د مخنیوي عالي کمیسیون کاري ناسته د ټولنیزو چارو مرستیال غلام حیدر جیلاني په مشرۍ جوړه شوه.

ناسته کې د ښځو او ماشومانو د ازار او اذیت څخه د مخنیوي عالي کمیسیون غړو، په ادارو کې د دې کمیسیون د کاري کمېټو د طرزالعمل مسودې او تخنیکي کمیټو په تعینولو هر اړخیزې خبرې او وړاندیزونه و کړل.

پيل کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ملکی خدمتونو د ښځو څخه د ملاتړ څانګې آمرې زهرې حلیمي د تیرو غونډو او کړنو اړوند خبرې و کړې و یې ویل: تر دې مهاله د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي او ځورونې عالي کمیسیون اوه کاري جلسې نیولی، چې په دې جلسو کې د کمیسیون طرزالعمل او تطبیقي پلان جوړ شوي او همدارنګه په کاري محیط کې د زور زیاتي او ځورونې اړوند سروې ګانې هم ترسره شوې دي.

د ټولنیزو چارو مرستیال غلام حیدر جیلاني د خپلو خبرو په ترڅ کې د دولتي سکتور تر څنگ په خصوصي سکتور کې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي او ځورونې څخه پر مخنیوي ټینگار و کړ؛ نوموړي همدارنگه د زور زیاتي او ځورونې څخه د مخنیوي برخه کې د کمیسیون د غړو فعال گډون او فعالیت مهمه یاد کړ، و یې ویل: د هغو وزارتونو او ادارو استازي چې د دې کمیسیون غړیتوب لري، باید په منظم ډول په ناستو کې گډون و کړي، څو د کمیسیون له فعالیتونو او راتلونکو کړنو څخه خبر او په کارونو کې د سگتگۍ څخه مخنیوی و شي.

په ناسته کې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د زور زیاتي او ځورونې څخه د عالي کمیسیون غړو هم خبرې او نظرونه شریک کړل او د کمیسیون د لا زیاتو عملي کړنو او فعالیتونو په گړنديتوب یې ټینگار و کړ.

د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د زور زیاتي او ځورونې عالي کمیسیون چې رهبري یې د کار او ټولنیزو چارو وزیر په غاړه دی، دولس وزارتونه او ادارې یې غړیتوب لري.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار