بلخ او کونړ ولایتونو کې ۱۳۱۸ تنو زلزله ځپلو، یتیمو او بېسرپرستو ماشومانو ته د نقدي پیسو مرسته ووېشل شوه
د بلخ او کونړ ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو په هڅو؛ د بلخ په ولایت کې ۱۱۶۸ تنو یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو او همدارنګه د کونړ په ولایت کې او ۱۵۰ تنو نورو د زلزلې له امله زیانمن شویو ماشومانو ته د ټولټال ۵.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د نقدي پیسو مرستې ووېشل شوې.
په همدې مناسبت جوړې شویو غونډو ته د بلخ او کونړ ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو مسئولینو له همکارو مؤسساتو څخه د مننې سربېره له نورو ملي او نړیوالو خیریه بنسټونو او موسساتو څخه هم وغوښتل، چې په هېواد کې د ژمي په راتګ سره له زیان سره مخامخ، زلزله ځپلو، یتیم او بېسرپرستو ماشومانو لاسنیوی وکړي او هغوی ته تر یوه بریده د ژوندانه سهولتونه برابر کړي.
د یادولو ده، چې په بلخ ولایت کې هر ماشوم ته ۴۵۰۰ افغانۍ د مراقبت های اجتماعی العین موسسې له لوري او په کونړ ولایت کې هر ماشوم ته ۱۲۰۰ افغانۍ د هایسو همکارې موسسې لوري د نقدي پیسو مرسته ووېشل شوه.
