بلخ ولایت ته د کار او ټولنیزو چارو وزیر کاري سفر

publish
سبت, يناير 02 2021 11:28 صباحا
7

د کاراو ټولنیزو چارو وزیر بشیر احمد ته ینج په داسې حال کې چې د کاري چارو مرستیال سید عبدالکریم هاشمي، یو شمیر رئیسانو او سلاکارانو یې هم ملتیا کوله، بلخ ولایت ته سفر و کړ.

بلخ ولایت ته په رسیدو سره یې لومړی د بلخ والي محمد فرهاد عظیمي سره و کتل او د خپل کاري سفر موخه یې له نوموړي سره شریکه او د بلخ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست کړنو اړوند یې د نوموړي له همکارۍ او ملاتړ څخه مننه وکړه.

د بلخ ولایت والي محمد فرهاد عظیمي د کار او ټولنیزو چارو وزیر او مل پلاوی ته د ښه راغلاست په ویلو سره، مخکنیو ماموریتونو کې د کار او ټولنیزو چارو وزیر له کړنو څخه خوښي څرګنده کړه و یې ویل: ډاډه یو، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ادرسه به هم د هیوادوالو د لا ښه خدمت جوګه شئ، نوموړي زیاته کړه، چې د بلخ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست د ولایت مقام سره ښه همغږي لري او یو فعال ریاست دی.

د بلخ والي، یاد ولایت ته د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند ستونزو اوریدو او حل په پار د کار او ټولنیزو چارو وزیر سفر څخه د مننې تر څنګ د کار او ټولنیزو چارو وزارت له برنامو څخه ملاتړ او د همکارۍ ژمنه یې و کړه.

وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزیر بلخ ولایت کې د ترکمن هیوادوالو تحصن خیمې ته ورغی، د هغوی د احوال پوښتنه یې و کړه او د تحصن خیمې د خلکو د ستونزو اوریدو او تر امنیتي چارواکو او بانفوذه شخصیتونو د هغوی د غږ رسولو ژمنه یې و کړه.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر د خپل کاري سفر په اوله ورځ د بلخ مخکني والي عطامحمد نور او ولسي جرګه کې د یاد ولایت د خلکو استازي عالم خان آزادي سره هم و کتل، د اړونده کاري موضوعاتو تر څنګ یې ورسره د تحصن کوونکو غوښتنې هم شریکې کړې.

د ویلو ده، چې د کار او ټولنیزو چارو وزیر بشیر احمد ته ینج او ورسره مل پلاوی به سبا د یاد ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست کارکوونکو او نورو تولنیزو شریکانو سره هم د هغوی د ستونزو اوریدو او حل په موخه و ګوري.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار