پنجشير ولايت کې د فني او حرفوي زده کړو مرکز ودانۍ او يو وړکتون تر رغوونې وروسته پرانستل شول.

publish
أحد, يناير 24 2021 1:57 مساء
۲

د کار او ټولنيزو چارو وزير بشير احمد ته ينج؛ په داسې حال کې چې د ټولنيزو چارو مرستيال غلام حيدر جيلاني او ځينو مرکزي رييسانو يې هم ملتيا کوله؛ پنجشير ته د کاري سفر په ترڅ کې د ياد ولايت لپاره د فني او حرفوي زده کړو مرکز ودانۍ او يو باب وړکتون تر روغونې وروسته پرانستل.

ښاغلي ته ينج او مل پلاوي يې د پنجشير والي انجينير کمال الدين نظامي سره تر ليدنې وروسته د فني او حرفوي زده کړو څخه د شاګردانو فراغت غونډه کې ګډون وکړ.

فراغت غونډه کې د پنجشير ولايت والي، د کار او ټولنيزو چارو رييس او قومي مشرانو د فني او حرفوي زده کړو پر ارزښت خبرې وکړې؛ دوی همدارنګه د ياد ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست اړوند ستونزې د وزارت له رهبرۍ سره شريکې او د حل غوښتنه يې وکړه.

د کار او ټولنيزو چارو وزير بشير احمد ته ينج د پنجشير والي او قومي مشرانو د خبرو تر اوريدو وروسته وويل: له ښه مرغه ۱۴۰۰ مالي کال کې پنجشير ولايت ته شا او خوا پنځه ميليونه افغانۍ يوازې د فني او حرفوي زده کړو لپاره ځانګړې شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې موږ حرفې د هر ولايت او سيمې خلکو د غوښتنو پر اساس رامنځ ته کوو؛ ښاغلي ته ينج همدارنګه وويل چې هڅه به وکړي؛ څو د پنجشير ولايت لپاره له مخکې جوړو شويو قطعاتو څخه يو روزنتون هم جوړ کړي.

د ويلو دی، چې روان کال کې د پنجشير ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست له خوا؛ د فني او حرفوي زده کړو دو څانګو( موټر ترميم او خياطۍ) څخه ۱۸۰ تنه( انجونې او هلکان) فارغ او نن ورته د کار او ټولنيزو چارو وزارت رهبرۍ په حضور کې تصديق پاڼې و ويشل شوې.

تازه ترین اخبار

أحد, أغسطس 30 2026 10:18 صباحا
Background image

انطلاق برنامج توعوي لثلاثة أيام لموظفي محافظات المنطقة المركزية حول التخطيط والأنظمة الإلكترونية


بدأت وزارة العمل والشؤون الاجتماعية برنامجاً توعوياً يستمر ثلاثة أيام، لموظفي رئاسات العمل والشؤون الاجتماعية في محافظات ميدان وردك، لوجر، بروان، غزني، كابيسا، باميان وبنجشير بهدف. . .

ثلاثاء, أغسطس 11 2026 1:51 مساء
Background image

التقى وزير العمل والشؤون الاجتماعية بممثلي شركات التوظيف الخاصة

عقد وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج الملا عبدالمنان عمري، اجتماعا دوريا مع ممثلي شركات التوظيف الخاصة، وذلك في مكتبه.
في بداية الاجتماع، قدم ممثلو شركات التوظيف الخاصة معلومات حول. . .

سبت, يوليو 11 2026 11:08 صباحا
Background image

إتاحة فرص التدريب المهني والحرفي لـ90 نزيلاً في سجن بل شرخي

بالتنسيق بين وزارة العمل والشؤون الاجتماعية والإدارة العامة لتنظيم شؤون السجون، أطلقت وللمرة الأولى برامج للتدريب المهني والحرفي داخل سجن بل شرخي، حيث أتحيت الفرصة لـ90 نزيلاً للاستفادة. . .

باز گشت به اخبار