د کار او ټولنیزو چارو وزیر سره د پياوړو ماشومانو نوښت مؤسسې رئیسې لیدنه

publish
أربعاء, فبراير 03 2021 10:08 صباحا
4

د کار او ټولنیزو چارو وزیر بشیر احمد ته ینج په داسې حال کې چې د ټولنیزو چارو مرستیال غلام حیدر جیلاني او ځینو رئيسانو هم حضور درلود، خپل کاري دفتر کې د پياوړو ماشومانو نوښت مؤسسې رئيسې میرمن لائل محب سره و کتل.

لیدنه کې د کار او ټولنیزو چارو وزیر وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت اوس مهال د ټولنیز خوندیتوب په ځانګړې توګه استثنایي ماشومانو ( ذهني کم زوري ماشومان) ته زیاته پاملرنه او د کارونو په لومړیتوب کې یې ځای لري.

دې ناسته کې میرمن محب د استثنایي ماشومانو او د یادې مؤسسې د هوکړه لیک اړوند خبرې و کړې او د استثنایي ماشومانو اړوند یې د همکارۍ ژمنه و کړه.

بشیر احمد ته ینج د ټولو هغو مؤسسو څخه  چې د استثنایي ماشومانو برخه کې کار کوي، مننه و کړه او د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په ښې همغږۍ او د دې قشر ماشومانو لپاره پر عدالت غوښتنه یې ټینګار و کړ.

د ویلو دی، چې د پياوړو ماشومانو نوښت مؤسسه د ( امید دریڅه) خیریه بنسټ او ( له بحران سره مخ ماشومان) دفتر سره په همکارۍ، له ۲۰۰۹ کال راهیسې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره د ذهني کم زورو ماشومانو برخه کې همکاري لري.

تازه ترین اخبار

أحد, أغسطس 30 2026 10:18 صباحا
Background image

انطلاق برنامج توعوي لثلاثة أيام لموظفي محافظات المنطقة المركزية حول التخطيط والأنظمة الإلكترونية


بدأت وزارة العمل والشؤون الاجتماعية برنامجاً توعوياً يستمر ثلاثة أيام، لموظفي رئاسات العمل والشؤون الاجتماعية في محافظات ميدان وردك، لوجر، بروان، غزني، كابيسا، باميان وبنجشير بهدف. . .

ثلاثاء, أغسطس 11 2026 1:51 مساء
Background image

التقى وزير العمل والشؤون الاجتماعية بممثلي شركات التوظيف الخاصة

عقد وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج الملا عبدالمنان عمري، اجتماعا دوريا مع ممثلي شركات التوظيف الخاصة، وذلك في مكتبه.
في بداية الاجتماع، قدم ممثلو شركات التوظيف الخاصة معلومات حول. . .

سبت, يوليو 11 2026 11:08 صباحا
Background image

إتاحة فرص التدريب المهني والحرفي لـ90 نزيلاً في سجن بل شرخي

بالتنسيق بين وزارة العمل والشؤون الاجتماعية والإدارة العامة لتنظيم شؤون السجون، أطلقت وللمرة الأولى برامج للتدريب المهني والحرفي داخل سجن بل شرخي، حيث أتحيت الفرصة لـ90 نزيلاً للاستفادة. . .

باز گشت به اخبار