د مهاجرت د نړۍوالې ورځې په نمانځغونډه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت استازي ګډون وکړ

naweed_admin
سبت, يونيو 24 2023 9:50 صباحا

په هغه لويه غونډه کې چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو په وزارت کې د کډوالۍ نړۍوالې ورځې په پار او د ټولو امارتي ادارو استازو په شتون کې جوړه شوې وه. د کار او ټولنیزو چارو وزارت په استازيتوب د یاد وزارت د تهیې او تدارکاتو رئیس مولوي عبدالمتين مولوي زاده ګډون وکړ.
ښاغلي مولوي‌زاده غونډې ته په خپله وینا کې پر افغانستان اسلامي امارت د بندیزونو او له نړۍوالې ټولنې سره د دیپلوماتیکو اړیکو محدودیتونو سره سره په بهر کې د افغان کډوالو له حقوقو څخه په دفاع کې  د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هڅې او کوښښونه وستايل.
ښاغلي مولوي‌زاده زیاته کړه، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ثبات، ځان بسیاینې او د خلکو هوساينې له ملي آجنډا سره تل په دې هڅه کې دی، چې د افغانانو له غیر قانوني مهاجرت څخه مخه ونيسي، هغوی ته په هيواد کي دننه کاري فرصتونه او اشتغال برابر کړي، بهر میشتو افغان کډوالو له ستونزو ځان خبر کړي، افغان کډوالو مهاجرت قانوني کړي او د هغوی له حقوقو څخه دفاع وکړي.
مولوي‌زاده وویل: چې د افغانستان اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د کار او ټولنیزو چارو وزارت ژمن دی؛ ترڅو د هيواد زیانمنو اقشارو، معتادینو او ماشومانو څخه ملاتړ وکړي او د هغوی ټولنیز خوندیتوب ته کار کوي.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار