د مهاجرت د نړۍوالې ورځې په نمانځغونډه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت استازي ګډون وکړ
په هغه لويه غونډه کې چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو په وزارت کې د کډوالۍ نړۍوالې ورځې په پار او د ټولو امارتي ادارو استازو په شتون کې جوړه شوې وه. د کار او ټولنیزو چارو وزارت په استازيتوب د یاد وزارت د تهیې او تدارکاتو رئیس مولوي عبدالمتين مولوي زاده ګډون وکړ.
ښاغلي مولويزاده غونډې ته په خپله وینا کې پر افغانستان اسلامي امارت د بندیزونو او له نړۍوالې ټولنې سره د دیپلوماتیکو اړیکو محدودیتونو سره سره په بهر کې د افغان کډوالو له حقوقو څخه په دفاع کې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هڅې او کوښښونه وستايل.
ښاغلي مولويزاده زیاته کړه، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ثبات، ځان بسیاینې او د خلکو هوساينې له ملي آجنډا سره تل په دې هڅه کې دی، چې د افغانانو له غیر قانوني مهاجرت څخه مخه ونيسي، هغوی ته په هيواد کي دننه کاري فرصتونه او اشتغال برابر کړي، بهر میشتو افغان کډوالو له ستونزو ځان خبر کړي، افغان کډوالو مهاجرت قانوني کړي او د هغوی له حقوقو څخه دفاع وکړي.
مولويزاده وویل: چې د افغانستان اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د کار او ټولنیزو چارو وزارت ژمن دی؛ ترڅو د هيواد زیانمنو اقشارو، معتادینو او ماشومانو څخه ملاتړ وکړي او د هغوی ټولنیز خوندیتوب ته کار کوي.