د کار او ټولنیزو چارو وزارت دوه تنه نوي ګمارل شوي رئیسان خپلو دندو ته وپېژندل شول

naweed_admin
سبت, أغسطس 19 2023 2:04 مساء
R


د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملاعبدالمنان عمري، د دې وزارت د داخلي تفتیش د رئیس ملا شرف‌الدین شرف او د اداري او خدماتو رئیس په توګه حافظ محمد یعقوب خپلو دندو ته ور وپېژندل.
وروسته له هغې چې د ریاست الوزراء مقام حکمونه د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مطبوعاتو مسؤل سمیع‌الله ابراهیمي له لوري ولوستل شول، د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست پداسې حال کې چې د وزارت ځینو رئیسانو او کارکوونکو هم حضور درلود؛ خپلو خبرو کې وویل: د چارو د ښه پرمختګ او خلکو ته د خدماتو وړاندې کولو په برخو کې اړینه ده چې اداراتو کې تغییر او تبدیل رامنځته او له دې لارې پروخت او مناسب اداري اجراآت ترسره شي، الحاج ملاعبدالمنان عمري هیله څرګنده کړه چې نوي ګمارل شوي رئیسان وکولای شي خپلو دندو کې د افغانستان اسلامي امارت د پالیسۍ او اصولو په پام کې نیولو سره د خدمت جوګه وګرځي.
د یادولو ده چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء مقام د حکم په اساس ملاشرف‌الدین‌ شرف چې تردې مخکې د وزارت مقام د دفتر رئیس پاته شوی، د داخلي تفتیش د رئیس په توګه او حافظ محمد یعقوب چې د ټولګټو وزارت د سالنګونو د ساتنې او څارنې د رئیس په صفت یې دنده اجرا کړې ده. د کار او ټولنیزو چارو وزارت د اداري او خدماتو د رئیس په توګه ګمارل شويدي.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار